نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ياده غونډه نن په داسي مهال تر سره شوه چې پر مهال یی شیخ الحدیث والتفسیر حضرت مولانا حاجی مولوی اصغر صاحب ، دلواء قوماندان ملا عبدالجبار یاسیر، ریس ارکان مفتي حیات الله اسیر صاحب، ډلګۍ مشرانو او ګروف مشرانو حضور درلود. په پیل کې شیخ الحدیث والتفسیر حضرت مولانا حاجي مولوي اصغر صاحب […]
ياده غونډه نن په داسي مهال تر سره شوه چې پر مهال یی شیخ الحدیث والتفسیر حضرت مولانا حاجی مولوی اصغر صاحب ، دلواء قوماندان ملا عبدالجبار یاسیر، ریس ارکان مفتي حیات الله اسیر صاحب، ډلګۍ مشرانو او ګروف مشرانو حضور درلود.
په پیل کې شیخ الحدیث والتفسیر حضرت مولانا حاجي مولوي اصغر صاحب د جهاد پر ارزښت، مجاهد پرمقام، د مجاهد پر صفاتو ، د آمر پر اطاعت، د بیت المال سره په خیانت خبرې وکړې او وویل دمسلمان مجاهد لپاره اړینه ده چي په معنوي اعداد بشپړ سمبال وي او د جهادي څانګي اصول یې د عبادت، اطاعت، او راز ساتني په بنسټ ولاړ وي.
همداراز باید مجاهد د صبر، استقامت، توکل، زغم، په تقدیري قضایاو بشپړ اعتقاد او اعتماد غوندي اعلیٰ اوصافو باندي پوښلی وي.
په خبره یي دا ټول هغه بنسټیز مواد دي چي د اصحابو کرامو رضی الله عنه کمو سپاهیانو ته یې د زیاتو سپاهیانو د مقابلې توان ور وبښه، د همدې معنوي قواو برکت وو چي په مادي، علمي او سیاسي لحاظ لویدلي او مستضعف عرب یې نه یواځي د نړیوالو سیالان کړل بلکې د نیمي پیړۍ په شاوخوا کي یې د کسریٰ او قیصر فاتحین کړل.د دې اوصافو حاملین هغه درې سوه دیارلس بدري صحابه وو، چي د غرور په نیلۍ سپرې د ابو جهل سرکښي لښکري چي په فردي او مادي لحاظ تر دوی څو چنده پورته و تیت وپرک کړل او د بدر کندو ته یې ټيل وهل.
د حق او باطل له دې ځانګړو معرکو څخه باید تاریخي عبرت واخیستل سی او موږ او تاسی هغه څه وکړو کوم چې زموږ څخه يی دا ملت طمع لري، نوموړی له ټولو مجاهدینو څخه غوښتنه وکړه چې تر خپله توان پوري د خلکو سره ښه سلوک وکړي او په ځان کې د جهاد هغه ټول اصول پیدا کړي کوم چې اسلام مبارک دین ورته امر کوي.
ورپسي ددې لواء قوماندان ملا عبدالجبار یاسیر خبرې وکړې او وویل:چې مشران او علماء چې څه وایی مجاهدین باید هغه عملي کړي او په ځان کې یی راولي.
نوموړي په خپلو ډلګۍ مشرانو غږ وکړ؛ چې پخپلو ورسپارل شويو وظيفو او مسؤليتونو کې دقیق واوسي او نامطلبه کسان او کشران له خپل صف څخه بیل کړی په خبره يی په کشرانو او نامطلبو کسانو صف نه جوړیږي بلګي نور هم خرابیږي.
شنبه ١٤٤٣/٥/٦
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.