نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۳) د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ په هرات ولایت کې د وروستۍ سختې زلزلې له امله زیانمنو شویو ته د مرستو رسولو او تنظیمولو په موخه نن له غرمې مخکې په ارګ کې بیړنۍ غونډه ترسره او ګډ کمېسیون وټاکل شو. په یاده […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۳) د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ په هرات ولایت کې د وروستۍ سختې زلزلې له امله زیانمنو شویو ته د مرستو رسولو او تنظیمولو په موخه نن له غرمې مخکې په ارګ کې بیړنۍ غونډه ترسره او ګډ کمېسیون وټاکل شو. په یاده غونډه کې په هرات ولایت کې وروستیو زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو او تنظیمولو په موخه د کلیو بیارغاونې وزارت د مرستیال مولوي شرف الدین مسلم په مشرۍ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، ملي دفاع ، کورنیو چارو اوعامې روغتیا وزارتونو او د افغاني سرې میاشتې ټولنې له استازو لکه (پیښو ته درسیدو په چارو کې د دولت وزارت اداري او مالي مرستیال مولوي صاحب عبدالرحمن ، د هرات قول قومندان مولوي صاحب مطیع، د هرات امنیه قومندان حاجي صاحب محمد یاسر، د عامې روغتیا وزارت معین مولوي صاحب محمد اسحاق، په هرات زون کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس مولوي صاحب یارمحمد او د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي صاحب) د یاد کمېسیون اعضاوو ته دنده وسپارل شوه چې هرات ولایت ته ژر تر ژره سفر وکړي او له زیانمنو شویو هیوادوالو سره روغتیایي او اړینې مرستې ترسره او تنظیم کړي. د دغه طبیعي ناورین له امله زیانمنو شویو هیوادوالو سره د مرستې له پاره د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن آخند سل میلیونه ۱۰۰۰۰۰۰۰۰ افغانۍ نقدي مرسته هم زلزله ځپلو ته ولیږله. دغه پیسې به په مناسبو او د اړتیا وړ مواردو کې له زیانمنو شویو هیوادوالو سره د مرستې په هدف د یاد کمیسیون له لوري مصرف شي. همدارنګه د اسلامي امارت د رئیس الوزرا عالي مقام له لوري ټولو امارتي مسوولینو او اړونده ادارو ته هدایت ورکړل شو چې زلزله ځپلو ته د رسېدنې په موخه له یاد کمېسیون سره هراړخیزه همکاري وکړي. زیانمنو او ټپیانو ته پراخه روغتیایي خدمات وړاندې کړي، ترڅو د مرستندویه ادارو ټولې کېدونکې مرستې د یاد کمېسیون له لارې په ښه ډول تنظیم او زیانمنو ته ورسېږي. دغه راز د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا یاد کمېسیون ته هدایت وکړ چې عاجل دې خپلې چارې پیل کړي او د خپلو کړنو راپور دې د ریاست الوزرا عالي مقام سره شریک کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.