روسیه د غبرګون په توګه د امریکا یو شمېر دیپلوماتان له خپل هیواده اوباسي

د امریکا او روسیې تر منځ سیاسي کړکېچ ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی، تېره اونۍ امریکا متحده ایالاتو د روسیې کابو ۲۷ دیپلوماتانو ته له امریکا څخه د وتلو امر کړی، روسیې هم د غبرګون په توګه د امریکا یو شمېر دیپلوماتانو ته امر کړی چې باید له دغه هیواده ووځي. […]

د امریکا او روسیې تر منځ سیاسي کړکېچ ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی، تېره اونۍ امریکا متحده ایالاتو د روسیې کابو ۲۷ دیپلوماتانو ته له امریکا څخه د وتلو امر کړی، روسیې هم د غبرګون په توګه د امریکا یو شمېر دیپلوماتانو ته امر کړی چې باید له دغه هیواده ووځي.

د روسیې د باندېنیو چارو وزارت ویاند ویلي، په روسیه کې د امریکا یو شمېر دیپلوماتان چې کابو درې درې کلونه یې په روسیه کې د سفارت دندې تر سره کړي ښایي د نومبر میاشتې تر پایه له روسیې څخه ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا کې د روسیې سفیر اناتولي آنتونوف تېره اونۍ ویلي و، چې امریکا د روسیې ۲۷ دیپلوماتان د جنوري میاشتې تر پایه او همدومره نور به د جون میاشتې تر پایه له دې امله اوباسي چې دغه هیواد یې وېزې نه تمدیدوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدا راز ویلي، چې دوی به د امریکا هر اقدام ته مناسب ځواب ووایي، نوموړی زیاتوي که متحده ایالات د راتلونکي کال د جولای میاشتې له لومړۍ نیټې مخکې د ویزې درې کلن شرط پای ته و نه رسوي او جوړجاړی و نه کړي، د روسیې د دیپلوماتانو د شمېر په تناسب به نور امریکایي دیپلوماتان هم له روسیې څخه وایستل شي.