نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دارزګان ولایت والي حاجی دعوت صیب په امر دباصلاحیته پلاوی دلیدو ورسته لومړی دټول ګتوریاست ته امر وسو ترځو د هغه نړیدلې پله د جوړیدو چارې پیل کړي کوم چې سلګونه کلي نښلوي. د ارزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کي د ټولګټو چارو ریاست دوالي دهدایت سره سم د بډولې په نوم د […]
دارزګان ولایت والي حاجی دعوت صیب په امر دباصلاحیته پلاوی دلیدو ورسته لومړی دټول ګتوریاست ته امر وسو ترځو د هغه نړیدلې پله د جوړیدو چارې پیل کړي کوم چې سلګونه کلي نښلوي.
د ارزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کي د ټولګټو چارو ریاست دوالي دهدایت سره سم د بډولې په نوم د هغه لوی پله د جوړېدو چارې پېل کړي، چې د دو ولسوالیو ترمنځ نورهم د سلګونو کلیو اوسیدونکو پرې تګ راتګ کوي او د کلونو راهیسې ویجاړ سوی و.
د بډولې په نوم دا پل د تېرو پنځو کلونو راهیسې د جګړو او سیلابونو له امله په بشپړ توګه له منځه تللی وو.
د روزګان ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسؤل نظامي صاحب وایې ددی پله بیا جوړېدو چاري ددې ریاست د فني او تخنیکي ټیم لخوا پیل سوي.
هغه وایې، چی دنوموړي پله رغنیزي چاري به راتلوونکي څو اوونیو کي بشپړي سي او ګټې اخیستني ته وسپارل سی. ددې پله ټول لګښت څه باندي یو میلیون افغانۍ کيږی. چي ددوی لخوا ورکول کیږي.
ددې ریاست یوتن تخنیکي انجینر مطیع الله وایې، دا پل چي نهه متر اوږدوالی او څلور متره بر لري، په اساسي توګه به ورغول سي.
هغه وایې، ددې پله په جوړېدو سره به د سیمي د اوسیدونکو په ګډون د چنارتو او چورې ولسوالیو خلکوته هم دتګ راتګ اسانتیاوي رامنځ ته سي.
د سیمې اوسیدونکي هم خوښ دي چي په سیمه کي یې د وران سوي پله د بیا جوړېدو چاري پېل سوي.
دوی وایې، کلونه کیږي د همدې ستونزي له امله خلک مجبوره وه، چي د سیند پر اوبو واوړې او ګڼي ستونزي ئې ګاللي.
نظر محمد چي د سیمي یوتن اوسیدونکي دی وایې، هېله لري چي ددې پله په جوړېدو سره به د ولسونو شته ستونزي هواري سي.
هغه غوښتنه کوي چي مسوولین دي د هغوی په ولسوالیو کي هغه نور پلونه او لویې لارې بیاځلي ورغوي، چي د تېرو جګړو پرمهال ورته زیان اوښتی دی.
د اروزګان په چورې ولسوالۍ کي د یوه پله د جوړېدو چاري داسي مهال پیلیږي، چي څو ورځي مخکي مسوولینو د هغو دولتي ودانیو او عامه تاسیساتو د بیا جوړېدو خبر ورکړی چي د تېرو جګړو پرمهال ویجاړ سوي دي.
نيته:۱۴۴۳/۵/۳ ه ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.