نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ارزګان ولایت دتعلیم اوتربیی دریاست په مقام کي د یونسف مؤسسي لخوا دټولو محلې صنفونو دښونکوسره د درسي میتود او شاګرد محوري په موخه دشپږ ورځنې سمینار جوړلو په پاره غونډه ترسره شوه غونډه لومړي دقران کریم په تلاوت سره پیل شوه. داسمینار دهغو استادانولپار جوړسوي چی د یونسف مؤسسی د پوهني ریاست ۱۰۰ […]
د ارزګان ولایت دتعلیم اوتربیی دریاست په مقام کي د یونسف مؤسسي لخوا دټولو محلې صنفونو دښونکوسره د درسي میتود او شاګرد محوري په موخه دشپږ ورځنې سمینار جوړلو په پاره غونډه ترسره شوه
غونډه لومړي دقران کریم په تلاوت سره پیل شوه.
داسمینار دهغو استادانولپار جوړسوي چی د یونسف مؤسسی د پوهني ریاست ۱۰۰ CBE محلی صنفونه ورکړی او د روزګان ولایت په ټولو ولسوالیو او دمرکزترینکوټ په لرې پرتوسیموکي چي هلته مکتبونوته تنکي ماشومان او شاګردان رسیدګي نه شي کولی
دروزګان ولایت دپوهني ریاست رئیس حقنما مولوي صاحب ټولوراغلو استادانوته ښه راغلاست وویل او زیاته ئې کړه چی دعلم طلب په نراوښځه فرض دی اوهغه په خپله ویناکي چی تاسي خو هم عالیمان اوهم معلمان یاست تاسي باید اوسني نسل داسی په دینی او عصری ګانه سمبال ټولنی ته وړاندي کړی، که تاسو هریو خپل مسؤلیت په صحیح ډول اداکړئ نوخپلي هیواد ته به دعلم په زیور سنبال ځوان نسل وړاندي کړی وي چې په مټ به یې دهیواد راتلونکی روښانه وي
نوموړي زیاته کړه چې تاسي باید له دغه سمینار څخه سالم استفاده وکړي ځکه دیونسف موسسه زموږ سره په ښوونیز بهیر کي پوره همکاره ده او داسمینارئي هم یوازي ستاسي دروزنې لپاره جوړکړي دي ترڅوتاسي درس ورکولوته بهتره زمینه چمتو شي
هغه وویل چي موږ او تاسي افغانان بل څوک نسي جوړه ولای چي موږ اوتاسي خپله ځانونه جوړ نه کړو ، زموږ او ستاسي سره چي هرچا سر وهلي بریاموپه خپله ګټه لاسته راوړي هغه که په هر ډګر کي وي .
ورسته یوتن عالم مولوی نجیب الله صیب وینا وکړه او زیاته يې کړه چي : زموږ او ستاسي خوږ پیغمبر حضرت محمد(صلی الله وعلیه وسلم ) هم عالم اوهم معلم تیرشوی نو موږ اوتاسی مکلف یو چي دهغه لاره اوطریق تعقیب اوپرهغه لاره تګ وکړو،
هغه وویل چي : معلم اوعالم باید لومړي خپل صورت اوسیرت پرنبوي سنتو برابر کړي او بیاخپل ټول شاګردانوته هغه مستقیمه لاره وښي چي هم خداي(جل جلاله ) او دهغه رسول په خوشحاله کیږي.
نوموړي زیاته کړه : که چیري معلم اوعالم خپل صورت اوسیرت پرنبوي سنتوبرابر نه کړي نو هغه معلم او عالم دټولني په وګړو کي بدلون نشي راوستلی.
هغه پرټولو معلمانو ټنګار وکړ چي هيڅ وخت باید دچاتر مادي تاثیر لاندی ځان رانه ولي او خپل زړه باید صفاوساتي ځکه په صفانیت کي خیراوبرکت وي
هغه وویل چي په افغانستان کي ډېر غټ تحول راغلي دی، اوس ددي وخت دی چی موږ اوتاسي دخپلو بچیانو مفکوری داسي جوړي کړو چي هیڅ منفي ګرایی ونلري هغه وویل چي د یونسف مؤسسي تاسی ته زمینه برابره کړي چي خپلو بچیانوته سالمه روزنه ورکړي او هغه دپوهي په ګانه سمبال کړی.
ورسته دټولو استادانو په نمائندګي مولوی عبدالرشیدصیب وینا وکړه او زیاته ئي کړه چي په ټولنه کي دمعلم او عالم مسؤلیت ترهرچازیات دي ځکه که چیري یوډاکتر روزل کیږي معلم ئی روزي او که انجینر روزل کيږي معلم ئې روزي او که یو طالب روزل کیږی عالم ئې روزي دهغو روزل شویو کسانو کي که هریو غلطي وکړي مسئولیت ئې دمعلم اوعالم دي
هغه وویل چي موږ او تاسي باید امتیاز ته ترجیع ورنه کړو ځکه ترجیع باید سالمي روزني ته ورکړو. او زیاته ئې کړه چي هرمعلم باید پرټاکلي وخت وخپل صنف ته حاضرسي موږ اوتاسي باید کوښښ ددی وکړو چی ټولنی ته مفاد وړاندی کړو نه زهر.
ورسته دپوهني ریاست مالی او اداري مرستیال الله داد شمس وینا وکړه اوزیاته ئې کړه چي معلم او عالم دټولنې مهم کشر دی هغه وویل چي که چیري معلم او عالم غلطي وکړي ټولنه ورسره دغلط فهمي کندې ته لویږي او که معلم اوعالم صحیح خدمات وړندي کړي ټولنه سالمه او د بحرانه څخه ژغوري
نوموړي زیاته کړه که چیری یو انجینر غلط تعمیرجوړ کړی هغه تعمیر به له منځه ولاړسي اوکه یو ډاکتر غلط اپریشن وکړی یواځي هغه کس ته زیان رسیږي، که چیری معلم او عالم غلط خدمات وړاندي کړي ټوله ټولنه د بربادي کندي ته لویږي.
غونډه د دعاپه ویلو سره پایته ورسیده.
نېټه.۱۴۴۳/۴/۲۷ه ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.