نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د فارس نیوز د راپور پر اساس د امریکا ولسمشر جوبایډن او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین راتلونکې سې شنبه د ویډیویي او یا هم تلیفوني کنفرانس په ترڅ کې پر یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کوي. د معلوماتو له مخې، ښایي دواړه لوري د اوکراین په سرحداتو کې د روسیې د نظامي فعالیتونو او […]
د فارس نیوز د راپور پر اساس د امریکا ولسمشر جوبایډن او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین راتلونکې سې شنبه د ویډیویي او یا هم تلیفوني کنفرانس په ترڅ کې پر یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کوي.
د معلوماتو له مخې، ښایي دواړه لوري د اوکراین په سرحداتو کې د روسیې د نظامي فعالیتونو او یو لړ نورو موضوعاتو په سر خبرې وکړي، سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي، دواړه مشران به د امریکا او روسیې په اړیکو کې د ستراتیژیک ثبات، سایبري فضا او سیمه ییزو مسئلو په ګډون به په پراخو مسائلو خبرې وکړي.
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، بایډن به له اوکراین سره پر پوله د روسیې د پوځي فعالیتونو په اړه د متحده ایالاتو اندیښنې په ګوته کړي او د اوکراین د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره به د متحده ایالاتو په ملاتړ ټینګار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په مشرۍ یو شمېر لوېدیځ هیوادونه دا څو ورځې کیږي په غیر مستقیمه توګه روسیه تورنوي چې په اوکراین د حملې کولو پلان لري، خو روسیې په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
بلخوا اوکراین د روان کال په سر کې په نظامي تجهیزاتو بار امریکایي کښتۍ چې توغندي هم پکې شامل دي تر لاسه کړې ده، اوکراین همدا راز ویلی، چې د ترکیې هاوانونه او ډرون برید کوونکې الوتکې هم لري.
تر دې وړاندې د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي اوکراین ته نږدې د روسیې د پوځي اقدام په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې و، که مسکو د کییف پر ضد پوځي اقدام وکړي، د ناټو او مسکو ملي امنیت به له خطر سره مخامخ شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.