نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم ملا محمدحسن اخند نن ماسپښین د اسلامي همکاریو سازمان د عمومي رئیس مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي طارق علي بخیت، د یاد سازمان سیاسي مرستیال یوسف الدوبي او مل پلاوي سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل. په دې کتنه کې چې د ریاست الوزرا […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم ملا محمدحسن اخند نن ماسپښین د اسلامي همکاریو سازمان د عمومي رئیس مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي طارق علي بخیت، د یاد سازمان سیاسي مرستیال یوسف الدوبي او مل پلاوي سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل. په دې کتنه کې چې د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع او د اسلامي امارت ویاندمولوي ذبیح الله مجاهد هم حضور درلود، د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال افغانستان ته په خپل سفر خوښي وښوده او وې ویل، دوی به په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر پرانیزي او د اسلامي امارت رهبري څخه یې په دې برخه کې د لازمو اسانتیاوو د برابرولو له امله مننه وکړه . نوموړي وویل، د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د مرستې صندوق جوړ کړی او دوی به د بشري مرستو ترڅنګ د روغتیا، زده کړو او نورو برخو کې هم له افغانستان سره مرستې وکړي. هغه زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د علماوو یو بل پلاوی هم راشي او موږ له افغانستان سره د اسلامي ورورولۍ په اساس تعامل غواړو. ښاغلي طارق علي بخیت د امنیت د تامین، د فساد او نشه یي توکو د له منځه وړلو او له داعش سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، د اسلامي همکاریو سازمان به د افغانستان ترڅنګ وي او د هوساینې، ثبات او پرمختګ په برخو کې به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا ملا محمدحسن اخند د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، تاسو به په دې سفر کې اصل حقایق او په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت هڅې له نږدې وګورئ. هغه زیاته کړه، په تېرو شلو کالو کې دلته ډېرې ستونزې پېښې شوي او هیواد له هره پلوه ویجاړ شوی دی چې د بیارغاونې لپاره یې د نړیوالو او خصوصا د اسلامي همکاریو سازمان مرستو ته اړتیا ده. محترم رئیس الوزرا وویل، اسلامي امارت په الهي نصرت په دې توانېدلی چې په هیواد کې جنګ، ناامني، وژنې، ویجاړۍ او فساد له منځه یوسي، که نړۍ او د اسلامي همکاریو سازمان همکاري وکړي، نو به ډیرو نورو برخو کې پرمختګونه رامنځته شي. نوموړي وویل، د اسلامي امارت د پالیسي له مخې هیچاته د دې اجازه نه ورکوو چې زموږ له هیواد څخه د نورو په چارو کې لاسوهنه وکړي او یا د هغوی امنیت ته خطر پېښ کړي. د پخوا په پرتله داعش له منځه تللی او په دې برخه کې د اسلامي امارت د مجاهدینوهڅې دوام لري.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.