رئیسان دي په ټول توان شپه او ورځ د ځورېدلي ولس خدمت وکړي

  یادي څرګندوني کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د شنبې په ورځ ولایت مقام کي د اداري مجلس په غونډه کي وکړې، چي پرمهال یې مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک او د ټولو ادارو رئیسانو حضور درلود. غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پيل سوه، په پيل کي کندهار […]

 

یادي څرګندوني کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د شنبې په ورځ ولایت مقام کي د اداري مجلس په غونډه کي وکړې، چي پرمهال یې مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک او د ټولو ادارو رئیسانو حضور درلود.

غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پيل سوه، په پيل کي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د ټولو ادارو له رئیسانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي له بوختیاوو سره ـ سره یې په اداري غونډه کي ګډون وکړ او په خپلو خبرو کي یې وویل، د اداري مجلس ټول موضوعات او ستونزي د ا،ا،امارت له مشرانو سره شریکي وي او مشرتابه د ټولو ریاستونو له حالاتو خبر دی.

کندهار والي په خپلو خبرو کي د ټولو ادارو او ریاستونو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو خپل په ټول توان شپه او ورځ د ولس خدمت وکړي؛ ځکه ولس کلونه ـ کلونه سخت ځپل سوی.

غونډه کي د اجنډا سره سم د میرویس حوزوي روغتون د یوشمېر کارکوونکو د مالي امتیازاتو په اړه بحث او خبري وسوې، چي په اړه یې د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټر جمال‌الدین اعظمي وویل، د تیرو لسو میاشتو راهیسي ۶۲ تنه ډاکټران په رضاکارانه توګه دنده مخته وړي، چي له ډلي یې د ۲۷ ښځینه ډاکټرانو امتیازات یونیسف ادارې په غاړه اخیستي او د پاتي ډاکټرانو امتیازات تراوسه ندي ورکول سوي، چي کندهار والي د یاد رئیس څخه وغوښتل، ترڅو لیست ورته وسپاري، چي ولایتي اداره په دې برخه کي ورسره بشپړه همکاري وکړي.

ددې ترڅنګ غونډه کي د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست سره د پيغامونو د خپرولو په اړه ددې ریاست رئیس مولوي عبدالرحمن منیر وویل، د کندهار ښار او بېلابیلو ولسوالیو له علماوو سره یې خبري کړي، ترڅو د ممبر له لاري خلګ ښو کارونو ته راوبولي او له بدو کارونو څخه یې منع کړي او ددې ترڅنګ یې پر ځايي رسنیو هم ږغ وکړ، چي ددې ریاست سره د پيغامونو په خپرولو کي همکاري وکړي.
همدار راز غونډه کي د مامورینو د معاشاتو په اړه هم بحث او خبري وسوې، چي په اړه یې د اقتصاد رئیس ملاعبدالسلام بریالي وویل، بانکونه باید د مامورینو د یوې میاشتي ورکول سوی ټول معاش پریوه ځای ورکړي، چي ددې موضوع په اړه پرېکړه وسوه، ترڅو د ټولو بانکونو له مسئولینو سره په دې تړاو خبري وسي.

ددې ترڅنګ د اقتصاد رئيس وویل، کندهار کي ټول موسسات باید د اقتصاد ریاست سره په همږغۍ ټولي پروژې تطبیق کړي، پخوانۍ د اقتصاد ریاست ودانۍ دي د عامي روغتیا ریاست ته وسپارل سي او په ولسوالیو کي دي د سروې پرمهال د غیري دولتی موسساتو د کارکوونکو خوندیتوب وسي، چي کندهار والي د اقتصاد رئیس ته دنده وسپارله، ترڅو ټول موسسات له دې وروسته د مرکز پرځای د ولسوالیو له بې‌وزله خلګو سره مرستي کولو ته رابولي.

غونډه کي ددې ترڅنګ د ښاروالۍ، حج او اقافو، پوهني او د ښارجوړولو او مځکو ریاست اړوند موضوعات وړاندي سول، چي د کندهار والي په مشرۍ ورباندي لازمي پریکړي وسوې او وروسته دا مجلس د دُعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

شنبه: ۱۳۴۳/۵/۲۱