نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
۲۲الامارة (۱۴۴۵ذوالحجة) د ا.ا.ا ویاند، محترم مولوي ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ (۹ چنګاښ ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د …دوحې درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت پلاوي د ګډون په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل. د ا.ا.ا ویاند، محترم […]
۲۲الامارة (۱۴۴۵ذوالحجة)
د ا.ا.ا ویاند، محترم مولوي ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ (۹ چنګاښ ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د …دوحې درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت پلاوي د ګډون په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل. د ا.ا.ا ویاند، محترم مولوي ذبیح الله مجاهد په دې خبري کنفرانس کې وویل: ((د جون په ۳۰ او د جولای په لومړۍ نېټه به د قطر هېواد په پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو په ابتکار په …جوړېدونکې درېیمه غونډه کې ګډون وکړو. موږ دوحې ته د تفاهم او ستونزو د حل په موخه روان یو او ټول اړوند هیوادونه له افغانستان سره د ښه تعامل دريځ ته را بولو. محترم مجاهد زیاته کړه، موږ د هېواد ملي ګټو ته په کتو له ټولو هېوادونو څخه غواړو چې د افغانستان خلک په سختو شرایطو کې یوازې پرېنږدي او په هغو مواردو کې چې د افغانانو حق دی باید خپل مکلفیت تر سره کړي. د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي پیاوړتیا کې ونډه واخلي او خنډونه له منځه یوسي.
ښاغلي مجاهد د خپلو خبرو په دوام وویل: د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې په درېیمه ناسته کې زمونږ ګډون له هېڅ جهت سره دښمني نده؛ بلکې له ټولو جهتونو سره تعامل دی چې باید درک او ښه ګټه ور څخه پورته شي. د ا.ا.ا ویاند څرګنده کړه، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول افغانان چې په هر موقف او هر ځای کې دي په ګډه د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره کار وکړي او له رامنځته شوي امنیت او ثبات سره همکار و اوسي. ښاغلي مجاهد وویل: مونږ غواړو له افغانستان سره د مثبت او رغنده تعامل په اړه موضوعات له ملګرو ملتونو، ذیدخل هېوادونو او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره حل کړو او د هر اړخیز ثبات او اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره واحد مسیر پیدا کړو. همدا د افغانستان د اسلامي امارت سیاست او موقف دی.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.