لوګر: د ۸۰زره ډالرو په ارزښت د یو روغتیایي مرکز د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰)دغه روغتیایي مرکز، چې د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د مغل خېلو سیمې د اوسېدونکو لخوا په وقف کړې یو جریب ځمکه باندې جوړیږي، نن یې چارې د مسؤلینو او د سیمې مشرانو لخوا پیل شوې. د لوګر د کانونو رئیس قاري رحمت الله احمد وویل؛ دغه پروژه چې د یادې ادارې په نوښت […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰)دغه روغتیایي مرکز، چې د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د مغل خېلو سیمې د اوسېدونکو لخوا په وقف کړې یو جریب ځمکه باندې جوړیږي، نن یې چارې د مسؤلینو او د سیمې مشرانو لخوا پیل شوې.
د لوګر د کانونو رئیس قاري رحمت الله احمد وویل؛ دغه پروژه چې د یادې ادارې په نوښت په لومړي ځل د کرومایټو د قراردادي ستانه بابا استخراجي شرکت لخوا د ټولنیزو خدمتونو پروګرام په چوکاټ کې د شاو خوا اتیازره ډالرو په لګښت یو پوړ کې په پاخه او اساسي توګه د دوو کلونو په موده کې د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ جوړیږي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه روغتیایي مرکز د ودانۍ جوړولو لپاره ځمکه د یادې سیمې یوه اوسېدونکي حاجي بریالي یو جریب خپله شخصي ځمکه ډالۍ کړې ده.