نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۹مه د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن یکشنبه د روان لمریز کال د میزان میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژو په اړه بحث وشو. د ملي تدارکاتو […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۹مه د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن یکشنبه د روان لمریز کال د میزان میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژو په اړه بحث وشو. د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې وې چې له جملې یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور، د یوې لغوه او د دوو هغو د قراردادونو د بیا ارزونې سپارښتنه وشوه. منظور شوې پروژې د ریاست الوزراء د ساتنې لوی ریاست، د ملي دفاع، لوړو زده کړو، ټولګټو او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو، افغان ملي بانک او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا شپږ میلیاردو افغانیو ته رسېږي. د غونډې په پای کې د منظور شوو پروژو له جملې یې د ځینو پروژو اړوندو سکټوري وزارتونو او ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې څو په راتلونکي کې په ټاکلي وخت خپلې پروژې د بحث او منظورۍ لپاره ملي تدارکاتو کمېسیون ته راوليږي او په دغه برخه کې ټول تدارکاتي پړاوونه ترسره کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.