د ۲۰۹ الفتح قول اردو نوی قومندان معرفي شو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)د نويو ګمارنو په لړ کې د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخې د مرکزي قول اردو مخکینی قومندان مولوي نصرالله “مطيع” د ٢٠٩ الفتح قول اردو کې د قوماندان په توګه ټاکل شوی وو؛ تیره ورځ د قول اردو مرستیال په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)د نويو ګمارنو په لړ کې د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخې د مرکزي قول اردو مخکینی قومندان مولوي نصرالله “مطيع” د ٢٠٩ الفتح قول اردو کې د قوماندان په توګه ټاکل شوی وو؛ تیره ورځ د قول اردو مرستیال په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یادې قول اردو مجاهدينو او منسوبینو ته ور وپيژندل شو او رسماً يې خپله دنده پيل کړه.

په دغو مراسمو کې نوي قوماندان په خپلو خبرو کې وويل ” نظام د زرګونو خلکو له قربانيو وروسته لاس ته راغلی چې ساتنه يې پر موږ او ستاسو فرض ده” په پای کې نوي قومندان د یادې قول اردو ټولو مجاهدینو او منسوبینو ته د ښه خدمت ډاډ ورکړ.