د ۲۰۳ منصوري قول اردو ۱۰۰ تنه منسوبين د ډریوري له مسلکي زدکړو فارغ شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) نن د ۲۰۳منصوري قول اردو شاوخوا ۱۰۰ منسوبینو ته د ډریوري مسلکي زدکړو څخه د فراغت غونډه ترسره شوه. غونډه چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د ښوونې او روزنې د مدیریت لخوا د پکتیا ولایت د ټرافیکو د محترم مدیریت سره په پوره تفاهم جوړه شوې وه، د منصوري قول […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) نن د ۲۰۳منصوري قول اردو شاوخوا ۱۰۰ منسوبینو ته د ډریوري مسلکي زدکړو څخه د فراغت غونډه ترسره شوه.

غونډه چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د ښوونې او روزنې د مدیریت لخوا د پکتیا ولایت د ټرافیکو د محترم مدیریت سره په پوره تفاهم جوړه شوې وه، د منصوري قول اردو درستيزوال مولوي عبدالعلي (جهادیار), د ښوونې او روزنې مدیر قاري حسن جان جهادیار، د پکتيا د ټرافیکو مدیر مولوي شاه محمد (منصور) د قرارګاه یو شمېر مسؤلینو او مجاهدينو ګډون درلود.
د ډریورۍ دغه مسلکي کورس چې دوه اونۍ وړاندې د ښوونې او روزنې د مدیریت لخوا د پکتیا ولایت د ټرافیکو د مدیریت په پوره همکارۍ د نظامي منسوبینو لپاره پیل شوی، وه تیره ورځ پای ته ورسیده.

فارغو شویو منسوبینو د فراغت سندونه ترلاسه کړل، چې د لیسنس او پوره اسنادو د ترلاسه کولو وروسته به په اړوند جزوتامونو کې د مسلکي او منظمو لسنس لرونکو ډرایورانو په توګه په دندو وګمارل شي.