د ۲۰۳ منصوري قول اردو د ۴۰۰ تنه مجاهدینو فراغت غونډه ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۸) تیره ورځ د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه ۴۰۰ تنه مجاهدین د نظامي او عقیدتي زده کړو وروسته د مسلحو قواوو لوی درستیز په حضور د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. دغو مراسمو کې د مسلحو قواوو لوی درستیز قاري صاحب فصیح الدین ” فطرت” او د یادې […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۸) تیره ورځ د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه ۴۰۰ تنه مجاهدین د نظامي او عقیدتي زده کړو وروسته د مسلحو قواوو لوی درستیز په حضور د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د مسلحو قواوو لوی درستیز قاري صاحب فصیح الدین ” فطرت” او د یادې قول اردو مسؤلینو او مجاهدینو ګډون کړی وو، د مسلحو قواوو لوی درستیز فارغ شوي مجاهدین خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل چې د خپلو امیرانو اطاعت وکړئ او د ا.ا.ا رهبري د یوې اسلامي، مجهزې، مسلکي، روزل شوې او په ماډرن اسلحو سمباله اردو جوړولو ته ژمن دی.

همدا راز یادو فارغانو ژمنه وکړه چې په هر ډول شرایطو کې به د اسلامي نظام او خلکو لپاره خدمت کوي.