د ۲۰۳ منصوري قول اردو د اړوند جزوتامونو (۵۰۰) تنو مجاهدینو د نظامي زدکړو بهیر پیل شو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)نن د ۲۰۳ منصوري قول اردو په تعلیمي مرکز کې د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ د رسمي هدایت او د یادې قول اردو د رهبرۍ په امر د ښوونې او روزنې د مدیریت لخوا (۵۰۰) تنه مجاهدین د همدې قول اردو د اړوند لواګانو څخه په اساسي […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)نن د ۲۰۳ منصوري قول اردو په تعلیمي مرکز کې د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ د رسمي هدایت او د یادې قول اردو د رهبرۍ په امر د ښوونې او روزنې د مدیریت لخوا (۵۰۰) تنه مجاهدین د همدې قول اردو د اړوند لواګانو څخه په اساسي توګه د نظامي او مسلکي زده کړو په موخه د قول اردو تعليمي مرکز ته په رسمي ډول وروپيژندل شول او په زده کړو یې پیل وکړ.
مجاهدینو ته په اساسي ډول د نظامي او مسلکي زده کړو د پیل په مراسمو کې چې نن د یادې قول اردو د جم نظام په ډګر کې ترسره شول د ستردرستیز د تفتيش ريس مولوي لطف الله (حکیمي)، د یادې قول اردو قوماندان الحاج مولوي رحمت الله (محمد)، مرستیال حاجي روح الامین (روحاني), درستيزوال مولوي عبدالعلي (جهادیار)، د قرارګاه او اړوند جزوتامونو یو شمېر مسؤلینو او مجاهدينو هم ګډون کړی وو
.
همدارنګه د ستردرستیز د تفتيش ریس او د منصوري قول اردو لوړ پوړو مسؤلینو پخپلو خبرو کې په هیواد کې د منظمې مسلکي اردو په جوړښت کې د نظامي او مسلکي زده کړو په ارزښت او اړتیا هر اړخیزې خبرې وکړې او له مجاهدینو څخه یې وغوښتل چې د دغه لاسته راغليفرصت څخه هر اړخیزه ګټه واخلي ترڅو په راتلونکې کې د خپل شرعي اسلامي نظام، د هیواد د سرحدونو او هیوادوالو څخه د منظمو او مسلکي نظامیانو په توګه په خپلواک ډول ساتنه وکړي.