نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ۱۴۰۱ کال د وري څلورمه نیټه نن د غزني ولایت په دریمه محمدي پلې لواء کې د یادې لواء د مسولینو او چارواکو له لوري نیالګي کینول شول. د دریمې محمدي پلې لواء د قوماندان محترم مولوي صاحب محمد آصف ( ذاکر ) او ورسره د یادې لواء د مسولینو له لوري د نوي […]
د ۱۴۰۱ کال د وري څلورمه نیټه نن د غزني ولایت په دریمه محمدي پلې لواء کې د یادې لواء د مسولینو او چارواکو له لوري نیالګي کینول شول. د دریمې محمدي پلې لواء د قوماندان محترم مولوي صاحب محمد آصف ( ذاکر ) او ورسره د یادې لواء د مسولینو له لوري د نوي کال په رارسیدو سره او همدارنګه د ښکلا او زرغونتیا په موخه د یادې لواء په انګړ کې د ۷۰۰ نیالګیو د کینولو چاره تر سره شوه چې په دې سره به د یادې لواء انګړ زرغون اود چاپیریال د لا سمسورتیا سبب وګرځي اوپه دې چاره سره د دریمې محمدي پلې لواء مسولینو د نیالګیو په کینولو اود هیواد په زرغونتیا کې خپله ونډه واخیسته. دا په داسې حال کې ده چې له تیرو څو کلونو را پدیخوا د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه په امر هر نوي کال د نیالګیو په کینولو سره پیلوي. اود نویو نیالګیو په کینولو سره به د طبعي ونو تشه تر ډیره ډکه اود چاپیریال د لا سمسمورتیا اود زرغونو سیمو د لا پراخیدو لامل شي. د دریمې محمدي پلې لواء رسنیز دفتر
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.