د یونېسیف نړیوالي ادارې استازو د هلمند والي سره لیدنه وکړه

نن ورځ یکشنبه د یونېسیف نړیوالي ادارې له لوري د پنځو ولایتونو مسئول ښاغلي عثمان د یوه پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر وکړ او دلته یې ماپښین ناوخته د ولایت مقام کي د هلمند ولایت والي محترم طالب مولوي صاحب سره په داسي حال کي ولیدل چي د ولایت مرستیال محترم حزب الله […]

نن ورځ یکشنبه د یونېسیف نړیوالي ادارې له لوري د پنځو ولایتونو مسئول ښاغلي عثمان د یوه پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر وکړ او دلته یې ماپښین ناوخته د ولایت مقام کي د هلمند ولایت والي محترم طالب مولوي صاحب سره په داسي حال کي ولیدل چي د ولایت مرستیال محترم حزب الله مولوي صاحب،د هلمند د عامي روغتیا ریاست مرستیال محترم ډاکتر نقیب الله صاحب،هلمند کي د یونېسیف د عامه اړیکو مسئول محترم انجنر ګل محمد صاحب هم ګډون درلود.

په پیل کي ښاغلي عثمان دهلمند والي څخه مننه وکړه چي دوی ته یې د پولیو واکسین د کمپاین په اړه سهولتونه برابرکړي دي.چي اوس دوی کولای سي د هلمند ګوټ ګوټ ته د پولیو د واکسین کمپاین ورسوي.هغه وویل چي د ۲۰۲۰ مېلادي کال را په دې خوا دوی هلمند کي یوه د پولیو پېښه هم نه ده ثبت کړې چي دا ډېره غټه لاس ته راوړنه ده.
نوموړي وویل چي ددوی اداره په پام کي لري چي د تعلیم په برخه کي هلمند کي ۴۰۰ څلورسوه محلي صنفونه خلاص کړي او همدارنګه تر سل ۱۰۰ پوري هغه ښوونځۍ هم بیا پیل کړي چي په تېرو وختونو کي غیرفعال او بند وه.
هغه زیاته کړه چي د څیښلو د پاکو اوبو د رسولو دپاره یې هم ځیني هغه سیمي په نښه کړي دي چي اړتیا ورته زیاته ده.هغه په ځانګړي ډول د هغه روغتیایي مرکزونو یادونه وکړه چي د څیښلو پاکو اوبو
ته اړتیا لري.
ښاغلي عثمان وویل چي موږ به د هغه کلینیکونو سره هم همکاري کوو چي د نظام د بدلېدلو سره یې کارونه بندسوي او یا کمرنګه سوي دي.
هغه وویل چي د واکسین په هره مرحله کي ۱۷۰۰ کارمندان په کار ګمارل کېږي او خلګو ته کاري فرصتونه برابرېږي.چي ډېر مهم او عمده کار ګڼل کېږي.

وروسته هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب پلاوي ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د هغوی کړي فعالیتونه او خدمتونه وستایل او د هغو یې قدرداني وکړه.
نوموړي په ځانګړي ډول د تعلیم په برخه کي د یونېسیف خدمات وستایله او هغه یې د هلمندي ولسونو دپاره سترخدمت یاد کړ.هغه وویل چي زموږ ځوانان ډېر وخت په جنګي سیمو کي پاته سوي او تعلیم ته یې وخت نه درلودی.نو ډېره ښه خبره ده چي د هغوی د تعلیم دپاره کار وسي.
ښاغلي والي صاحب وویل چي د هلمند خلګ عموما او په ځانګړي ډول شمالي هلمند باغران،بغنی،نوزاد، واشېر او جنوبي هلمند دېشو،خانشین او بهرامچه هغه سیمي دي چي د روغتیا،تعلیم او د څیښلو دپاکو اوبو په برخه کي خدماتو ته زیاته اړتیا لري نو باید ورته جدي پاملرنه وسي.
نوموړي وویل چي هلمند کي د ځینو ښوونځیو ودانۍ تخریب سوي دي چي بیارغوني ته اړتیا لري.او په کار ده چي ورغول سي.هغه په ځانګړي ډول یونېسیف ته وړاندیز وکړ چي د حلقوي سړک په ځیني مهمو برخو کي د نارینه او ښځینه مسافرو دپاره د اودس او لمانځه دپاره دجلاجلا ځایونو د جوړولو په اړه همکاري وکړې،ترڅو د لویو لارو مسافرو د لمونځ او اودس کولو په برخه کي سهولتونه برابر سي.
هغه د خپل لوري په امنیتي او نورو برخو کي د هرراز همکارۍ ډاډ ورکړ.
په پای کي ښاغلي عثمان د ښاغلي والي صاحب سره ژمنه وکړه چي ټول وړاندیزونه به یې د خپل دفتر سره شریک کړي او د عملي کولو دپاره به یې خپل هیڅ راز همکاري ونه درېغوي.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۴ هــ ق