د یونېسیف له خوا دپوهني ریاست تر چتر لاندي  د محلي صنفونو سره د مرستي بهیر پیل سو

دباختر د اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې نن له غرمې مخکي د یونېیسف مؤسیسې له خوا د هلمند دپوهني ریاست په چوکاټ  کې دیادې مؤسیسې اړوند محلي صنفونو سره د مرستي بهیر پیل سو. خبر زیاتوي چې د هر صنف سره د اوبو د  یوې مجهزي ټانکۍ مرسته وسوه.چې د صنفونو د شاګردانو دپاره […]

دباختر د اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې نن له غرمې مخکي د یونېیسف مؤسیسې له خوا د هلمند دپوهني ریاست په چوکاټ  کې دیادې مؤسیسې اړوند محلي صنفونو سره د مرستي بهیر پیل سو.

خبر زیاتوي چې د هر صنف سره د اوبو د  یوې مجهزي ټانکۍ مرسته وسوه.چې د صنفونو د شاګردانو دپاره د صحت اړوند توکو باندي سمبال ده.په یادو توکو کې صابون،دلاس پرېولو دوشوۍ،او نور ورته توکي شامل دي.

چې په دې سره به شاګردان د چیښلو دپاکو اوبو او نورو اسانتیاوو څخه برخمن سي.

د هلمند دپوهني ریاست د مرستیال حافظ حکیمي صاحب په وینا چې د دې مرستو بهیر به په روانه اونۍ کې ولسوالیو ته هم ورسېږي او په راتلونکې اونۍ کې به د ولسوالیو محلي صنفونه هم یاد توکي ترلاسه کړي.

 

نېټه:۱۴۴۳/۶/۲۷ هــ ق