نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د پنج شنبې په ورځ د یونسيف ادارې د عامه اړيکو د مسئولينو له لوري د کندهار خبريالانو ته د پوليو واکسين اړوند یو ورځنی ورکشاپ داير سوی وو، چي پر مهال ئې د کندهار يو شمېر خبریالانو ګډون کړی وو. د پروګرام په شروع کي د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي نور احمد […]
د پنج شنبې په ورځ د یونسيف ادارې د عامه اړيکو د مسئولينو له لوري د کندهار خبريالانو ته د پوليو واکسين اړوند یو ورځنی ورکشاپ داير سوی وو، چي پر مهال ئې د کندهار يو شمېر خبریالانو ګډون کړی وو. د پروګرام په شروع کي د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي نور احمد سعيد او مرستيال ئې شمس الله صميم هم ګډون وکړ. د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي نور احمد سعيد د خبرو پر مهال د یونسيف ادارې د ياد اقدام څخه هر کلی وکړ او زياته ئې کړه، چي دا ډول پروګرامونه بايد زیات او دوامداره سي. نوموړي نه یوازي د يونسيف څخه د پوليو واکسین په برخه کي د ډېري همکارۍ غوښتنه وکړه، بلکي په نورو برخو کي ئې هم ګډه همکاري اړینه وبلل. ښاغلي سعيد د خبریالانو څخه هم غوښتنه وکړه، چي د پوليو واکسين د عامه پوهاوي په برخه کي همکاري وکړي. د پولیو د برخي مسئولین د ګوزڼ د پېښو په اړه وږغېدل او زياته ئې کړه، چي له تېرو ۱۴ میاشتو راهيسي په جنوب لويديځه حوزه کي د پوليو مثبته پېښه نه لرو.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.