‏د یوناما د ماموریت د غځیدو په هکله د ا.ا.ا د ویاند څرګندونې

‏ ‏الامارة: سه شنبه۱۸/۹/۱۴۴۶ ‏د اسلامي امارت د ویاند ښاغلي مولوی ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د ماموریت د غځیدو په هکله تازه څرګندونې کړې دي. ‏ ‏مجاهد پر یوناما غږ کړی چې خپل ماموریت په ریښتیني دول تر سره کړي او د افغانستان واقعي تصویر نړۍ […]


‏الامارة: سه شنبه۱۸/۹/۱۴۴۶
‏د اسلامي امارت د ویاند ښاغلي مولوی ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د ماموریت د غځیدو په هکله تازه څرګندونې کړې دي.

‏مجاهد پر یوناما غږ کړی چې خپل ماموریت په ریښتیني دول تر سره کړي او د افغانستان واقعي تصویر نړۍ ته وړاندې کړي « لکه څرنګه چې لازمه ده، دغه استازولۍ باید د افغانستان او ملګرو ملتونو او د نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پياوړتیا، په افغانستان کې د امنیتي، اقتصادي او اجتماعي پرمختګونو په سم انعکاس او د افغانستان د خلکو د نړیوالو حقوقو د ترلاسه کولو، د بې ځایه تحریمونو لرې کولو، د پيسو د غصب د پای ته رسولو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان کرسۍ بیرته افغانانو ته په سپارلو تمرکز وکړي او همدې مهمو اهدافو ته کار وکړی.»

‏داسلامي امارت ویاند دغه راز سپارښتنه کړې ده چې دغه اداره باید د تېر په څیر بې ځایه تشویشونه وانه چوي، له یو یا دو مسئلو څخه په سوء استفاده د افغانستان په وړاندې پروپاګند ونه کړي او په وینا یې چې د مغرضو کړیو لپاره د لاس آله نشي.