نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۴) د ګردېز ښاروالۍ له لوري، د ګردېز ښار اړوند د خوست پُل د بیارغونې چارې پیل شوې. د خوست پر عمومي سړک یاد پُل چې د ګردېز بازار د وصل مهمه نقطه ده له تېرو څو کلونو راهیسې له تخریب سره مخ وو، چې نن ورځ یې بیارغونه ګردېز ښاروالۍ له […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۴) د ګردېز ښاروالۍ له لوري، د ګردېز ښار اړوند د خوست پُل د بیارغونې چارې پیل شوې. د خوست پر عمومي سړک یاد پُل چې د ګردېز بازار د وصل مهمه نقطه ده له تېرو څو کلونو راهیسې له تخریب سره مخ وو، چې نن ورځ یې بیارغونه ګردېز ښاروالۍ له لورې پیل شوې، چې چارې به یې په خورا ښه کیفیت، د ګردېز ښاروالۍ د مسلکي انجینرانو او څارونکو تر بشپړې پاملرنې لاندې تر سره شي.
د یاد پُل د بیارغونې په لړ کې هغه کانګریټي موانع، چې د سړک د مسیر د تنګ والي سبب شوی وو له منځه یووړل شول او په اساسي ډول به ورغول شي. د یاد پُل په بیارغونه او ترمیم چارو کې رنګ امیزي، دپُل دواړو مسیرونو د تخریب شویو برخو ترمیم او دواړو لیکو قیر ریزي شامله ده. له دغه ولایت نه په یوه بل خبر کې ویل شوي، چې تیره ورځ په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې پر (۵۵۰) سروې شوو اړمنو کورنيو خوراکي بستې وويشل شوې. په ياده بسته کې دوه۲ پينځويشت کيلويي بورۍ اوړه، پينځه ليټره غوړي، شپږ کيلو دال او يو پاکټ مالګه شامله وه.
بلخوا ددغه ولایت چارواکی خبر ورکوي چې تیره ورځ د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت اړونده (۹۱) نفرو استادانو سره د یونیسف لخوا نغدي مرسته وشوه چې هر استاد ته یې د (۲۰۰) ډالرو معادل (۱۸۰۳۰) افغانۍ نقدې ورکړل شوې. یاده پروسه د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده کړو عمومي آمر مولوي غلام رسول سعیدي په رهبري او د هیت په حضور کې په شفاف ډول ترسره شوه
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.