د ګرمسېر ولسوالۍ د هزارجفت د سیمي نظارت ترسره سو.

  د هلمند ولایت مقام لخوا د جنوبي او مرکزي ولسوالیو د ارزیابۍ لپاره ټاکل سوي هیئت تېره ورځ د ګرمسېر ولسوالۍ د هزارجفت سیمي ته ورسېدی او د دغه ساحې د نظارت چاري یې بشپړي کړې. دغه پلاوي د هزارجفت د سیمي له اوسېدونکو، علماء کرامو، مسؤلینو او مجاهدینو سره غونډه وکړل. د غونډي […]

 

د هلمند ولایت مقام لخوا د جنوبي او مرکزي ولسوالیو د ارزیابۍ لپاره ټاکل سوي هیئت تېره ورځ د ګرمسېر ولسوالۍ د هزارجفت سیمي ته ورسېدی او د دغه ساحې د نظارت چاري یې بشپړي کړې.

دغه پلاوي د هزارجفت د سیمي له اوسېدونکو، علماء کرامو، مسؤلینو او مجاهدینو سره غونډه وکړل.
د غونډي پیل د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت وسو.
ورپسې د یاد هیئت څخه د محاکمو استازي غازي مولوي صاحب د غونډي ګډونوالو ته خپله وینا پیل کړه، نوموړي د غونډي له ګډونوالو مننه وکړل چي په دغه مجلس کي یې ګډون کړی همدارنګه یې له مجاهدینو وغوښتل ترڅو د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړي، نوموړي د اطاعت په اړه د قرانکریم ایاتونه مجاهدینو ته تشریح کړل، همدارنګه یې د غونډي ګډونوالو ته د اتفاق او یووالي د ارزښت او اهمیت په اړه خبري وکړې.

وروسته د دغه هیئت مشرتابه محترم شریف مولوي صاحب د صفونو د تصفیې د کمیسیون قوانین تشریح کړل همدارنګه یې له مجاهدینو وغوښتل ترڅو مجرم او ناوړه اشخاص خپلو صفونو ته پرېنږدي او که چیري په صف کي کوم مجرم او فاسد شخص وي په اړه یې باید د صفونو د تصفیې کمیسیون ته معلومات ورکړل سي.

ورپسې د امنیه قومندانۍ استازي مفتي صاحب د غونډي ګډونوالو ته وینا وکړه، نوموړي د اشغالګرو سره د جهاد په دوره کي د افغانانو سرښندني او اتلولۍ وستایلې.
یاد هیئت د هزارجفت د سیمي د اوسېدونکو، علماء کرامو، مسؤلینو او مجاهدینو ستونزي واورېدلې او دوی ته یې اطمنان ورکړ چي ستونزې به یې تر اړونده ادارو پوري رسوي.
غونډه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.

د یادولو ده چي دغه هیئت د هزارجفت سیمي د نظارت تر بشپړېدو وروسته د ناوې ولسوالۍ د نظارت او د دغه ولسوالۍ د حالاتو د ارزولو لپاره یادي ولسوالۍ ته سفر پیل کړ.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱۳ هــ ق