نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۲ تورخم ۱ـــ خدماتي کمیټې نن غرمه په طورخم ۶۲۰۰۰ راستانه شويو مهاجرینو ته غذا او خواړه وویشل. ۲ ــــ د خدماتي کمیټې په چوکاټ کې د عامې روغتیا وزارت او ملي دفاع وزارت له سیارو صحي تیمونو څخه علاوه ۱۵ امبولانسونه هم ۲۴ ساعته د راستانه شویو مهاجرینو په خدمت […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۲
تورخم
۱ـــ خدماتي کمیټې نن غرمه په طورخم ۶۲۰۰۰ راستانه شويو مهاجرینو ته غذا او خواړه وویشل.
۲ ــــ د خدماتي کمیټې په چوکاټ کې د عامې روغتیا وزارت او ملي دفاع وزارت له سیارو صحي تیمونو څخه علاوه ۱۵ امبولانسونه هم ۲۴ ساعته د راستانه شویو مهاجرینو په خدمت کې دي.
۳ ــــ خدماتي کمیټې نن په تورخم کې ۴۰ ټانکره اوبه مهاجرینو ته رسولې دي.
۴ ــــ د کمکونو د جلب او جذب کمیټې د aw ec موسسې له مسئولینو سره ناسته وکړه او هغوی د ۳۰۰۰۰ ډالره مرستې وعده وکړه، چې دغه مرسته به په تورخم کې د اړوندې کمیټې په هماهنګۍ توزیع شي.
۵ ــــ د ثبت او تثیبت کمیټې نن په تورخم کې ۱۰۷۵۰کورنۍ ثبت او بائیو مټریک کړې دي، د نفرو شمیر یې ۱۴۲۵۰ تنه کیږي.
۶ ــــــــــــ نن په تورخم کې د مالي چارو د تنظیم کمیټې ۲۵۰۰ کورنیو سره نقدي کمک ترسره کړی دی.
۷ ـــــ په تورخم کې د ترانسبورتي کمیټې ۱۵عرادې د اوبو ټانکرونه چې هر ټانکر د اتلس زره ۱۸۰۰۰ لیتره اوبو ګنجایش لري، په دوامدار ډول په کمپونو کې مهاجرینو ته اوبه رسوي.
۸ــــــ د خدماتي کمیټې به چوکاټ کې د خالد ابن ولید قول اردو اړوند ډاکټرانو نن په تورخم کې د سیارو کلینکونو له لارې ۲۵۰۰ ناروغان تداوي کړل.
ــــ ۹ د خدماتي کمیټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ مسئولینو نن ورځ به تورخم کې ۵۰۴۷ سیمکارتونه په وړیا توګه وویشل.
۱۰ د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمیټې نن ورځ په تورخم کې ۲۷۰ تنه ورک شوي ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل
۱۱ ـــــــــــ د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمیټې نن هم په تورخم کې یو مسجد افتتاح کړ او ماشومانو ته یې بکسې، قلمونه اوکتابچې وویشلې او مهاجرینو ته یې ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په محدوده کې ستاسي خدمت کوي. همدرازا په لعلپوره ولسوالۍ کې د یو مسجد او یوه ښونځي ځایونه هم تعیین شول او په اړه یې د یادې کمیټې مسئولینو مجالس ترسره کړل.
۱۲ـــــــــ تاجرانو او صنعتکارانو ته د تسهیل کمیټې هم خپل طرزالعمل نهایي کړل او خپلو ټولو ولایتي رئیسانو ته یې هدایات ورکړل، چې له پاکستان او ایران څخه د را تلونکو مهاجرینو د ستونزو څیړنه وکړي، تر څو په منظمه توګه د حل لارې ورته ولټول شي.
۱۳ــــــــ د اسکان موقت کمیټې په تورخم کې د مهاجرینو لپاره د ۳ ژورو څاهانو کیندل پیل کړل.
۱۴ــــــــ د اسکان موقت کمیټې په تورخم کې ۸۰۰ خیمې و لګولې
۱۵ـــــــــ د اسکان موقت کمیټې په تورخم کې ۳۶۰ سیار تشنابونه د استفادې لپاره اماده کړل.
۱۶ـــــــ د اسکان موقت کمیټې په تورخم کې مجموعا ۷۰ ټانکرونه د ابو رسولو لپاره اماده کړي، چې استفاده ترې کیدلای شي.
سپـــــــــــــــین بولدک
۱۷ــــ د ثبت او تثبیت کمیټې نن په سپین بولد ک کې ۱۱۲۷ کورنۍ، چې د نفرو شمیر یې ۷۰۹۰ تنو ته رسیږي، ثبت او بائیو مټریک کړې.
۱۸ ـــــــــ د مالي چارو د ننظیم کمیټې نن په سپین بولدک کې ۱۱۲۷ ثبت شویو کورنیو سره نقدې کومک وکړ او هرې کورنۍ ته یې ۱۰۰۰۰ لس زره افغانۍ ورکړې.
۱۹ ـــــ د اسکان موقت کمیټې په سپین بولدک کې ۵۰ متره اوږد سایه بان له عبوري ګذرګاه سره نژدې د راستنیدونکو مهاجرینو لپاره تکمیل کړ.
۲۰ ــــ د اسکان موقت کمیټې په سپین بولدک کې د لیسې په کمپ کې ۴ نوي تشنابونه، ۱۰ بابه نوې خیمې او ۴ عرادې د اوبو لپاره نوي ټانکرونه نصب او د استفادې لپاره اماده کړل.
۲۱ـــــ د اسکان موقت کمیټې په تخته پول کمپ کې هم د یوې ژورې څاه کیندلو کار پیل کړ او ۶ عرادې د اوبو ټانکرونه یې ماده کړل
۲۲ ـــــــ د اسکان موقت کمیټې د کندهار په ښار کې د ثبت او تثبیت لپاره دوې انتظارګاوې ایجاد کړې او هلته هم د اتاقونو او نور اړتیاوو لپاره لازم ترتیبات ونیول شول.
۲۳ــــ د ترانسپورت کمیټې نن له سپین بولدک څخه ۹۰۷ کورنۍ ، چې د نفرو شمیر یې ۶۶۹۶ تنه وو، د هیواد مختلفو ولایتونو(کندهار، اروزګان، هلمند، فراه، هرات، سرپل، زابل، کابل، غزني او یو شمیر نورو ولایتونو )ته د ۱۳۷ متختلف النوع موټرو په وسیله انتقال کړل او یادو کورنیو ته ۴۸۲۶۰۰ افغانۍ کومک هم د مالي چارو د تنظیم کمیټې لخوا ورکړل شول.
پــــــــــــــــــــــــکتیکا
۲۴ ــــــــــ اسکان موقت کمیټې مسئولین پکتیکا ته لاړل او هلته یې له والي صاحب، د والي له مرستیال او نورو ولایتي مسئولینو سره مجالس وکړل او په لاندې مواردو باندې تصمیمونه و نیول شول. لومړی: د اسکان موقت ولایتي کمیټه د والي صاحب تر رهبري لاندې په دندو و ګمارل شوه. دوهم: د اسکان موقت کمپونو د ایجاد لپاره د شپږم نمبر کنډک او او قول اردو مناسب ځایونه وبلل شول او له لږ ترمیم وروسته د ۲۰۰۰۰ زره کورنیو د ځایولو ظرفیت لري. درېم: د مالي او اداري اجراأتو لباره یوه کمیټه و ټاکل شوه. څلورم: د اسکان موقت لپاره له یادو ساحو څخه لیدنه وشوه او هلته د تشنابونو اوبو او نورو اړتیاوو لپاره لازم تصمیمونه و نیول شول. پنځم: ځیني راغلې کورنۍ چې اصلي ځایونه یې لغمان او جوزجان ولایتونه وو، نن تسهیلات ورته اماده شول او خپلو ولایتونو ته ولیږل شول.
اســـــــــــــــــــــــــــــــلام قلعه
۲۵ــــــــــ د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمیټې نن په هرات کې هم د اسکان موقت، ترانسپورت او مهاجرینو چارو له مسئولینو سره ناسته وکړه، تر څو د مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ او همکارۍ زمینه برابره او خدمات پیل کړي.
۲۶ـــــ نن په اسلام قلعه کې ۹۸ کورنۍ چې د نفرو شمیر یې ۳۶۲ تنو ته رسیږي او ۳۲۶۲ تنه نور مجردین کسان راستانه شوي دي، چې ۳۳۶ تنه یې آی او ایم موسسې ته معرفي شوې او هغوی نقدي کومک ورسره کړی دی.
نـــــــــــــــــــــــــيمروز
۲۷ ــــــ نن په په نیمروز کې د میلک سرحد له لارې ۵۷ کورنۍ، چې د نفرو شمیر یې ۲۴۱ ته رسیږی او ۱۸۳۶ تنه مجردین له ایران څخه خپل هیواد ته را ستانه شوي دي. له یادو کسانو څخه ۲۸۲ تنه نفره د آی او ایم موسسې ته معرفي شوي، چې د هغوی لخوا نقدي مرسته ورسره وشوه.
۲۸ـــــ نن په نیمروز کې د میلک له لارې ۴ جنازې هم راغلې دي، چې یو تن په طبیعي او ۳ نور په تصادفي پیښو کې وفات شوي دی.
۲۹ د مساجدو او تعلیم د تنظیم کمیټې په سپین بولدک کې هم له مهاجرینو سره غونډه وکړه. د یادې کمیټې غړي مولوي صبغت وصیل هغوی ته هراخیزه وینا وکړه او د هجرت پر مقاصدو او اهدافو یې رڼا واچوله، د صبر، ثبات او زغم په اړه یې توصیې وکړې او د امکان تر حده یې د مشکلاتو د حل ډاډ ورکړ.
بلال کریمي د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدو د عالي کمیسیون ویاند
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.