د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر هلمند ته راورسېد:

    نن د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن (حقاني) هلمند ولایت ته راورسېد او ددغه ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست کارکوونکو کارونه یې له نږدې وڅارل.   ښاغلي حقاني هلمند جنګ ځپلی او د بېځایه سوو  کورنیو کوربه ولایت یاد کړ او زیاته یې کړه چې هلمند […]

 

 

نن د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن (حقاني) هلمند ولایت ته راورسېد او ددغه ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست کارکوونکو کارونه یې له نږدې وڅارل.

 

ښاغلي حقاني هلمند جنګ ځپلی او د بېځایه سوو  کورنیو کوربه ولایت یاد کړ او زیاته یې کړه چې هلمند یو سرحدي ولایت دی او اکثره راستنېدونکي کورنۍ هم په دې ولایت کي میشت کېږي نو په کار ده چي هري بیځایه سوي کورنۍ ته پر وخت رسېدنه وسي.

 

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر د هلمند ولایت د کډوالو چارو ریاست ټولو کارکوونکو ته د بېځایه سوو کورنیو او د هغوی سره د مرستي په تړاو  لازمي سپارښتني وکړې او ډاډ يې ورکړ چې د مرکز په سطح به د داخلي بېځایه سوو او راستنېدونکو کورنیو د ستونزو د حل په موخه لازم او عاجل اقدامات ترسره کړي.

 

همدا راز ښاغلي حقاني هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کي د چین هیواد د خوراکي او غیري خوراکي توکو د مرستي د ویش لړۍ هم پیل کړه.

ښاغلي حقاني د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال وویل چي هلمند ولایت ته یې د سفر موخه ددې ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو د ریاست څخه لیدنه او دې ولایت کي د چین هیواد د مرستي د وېش د لړۍ پیلول دي.

 

د ګډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر وویل چي دې ولایت کي یې د چین هیواد بشري مرسته چي څه باندي ۴۰۰۰ اړمنو، بې وزلو، داخلي بېځایه سوو او راستنېدونکو کورنیو ته ځانګړې سوې نن یې د ویش لړۍ رسمآ پیل کړه.

ښاغلي حقاني زیاته کړه چي په یادو مرستو کي خوراکي، غیري خوراکي او نغدي مرستو تر څنګ کمپلي او کوټونه شامل دي د لښکرګاه په ګډون به ټولو ولسوالیو داخلي بیځایه سوږو، غریبو او راستنېدونکو کورنیو سره ترسره سي.

ده همدا راز زیاته کړه چي د اسلامي امارت مسؤلینو د مؤسساتو او خیریه بنسټونو په همکارۍ د هلمند ولایت په ټولو سیمو کي د بې وزله داخلي بیځایه سوي او راستنېدونکو کورنیو شفافه سروې پیل کړې ده ؛ د اړمنو کورنیو سره به مرسته وسي او هغه کسان به د قانون منګولو ته وسپارل سي چې سروې د اړیکو او رابطو پر اساس کوي .

 

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر وویل چې د هغه مؤسساتو د کارکوونکو د تصفیې لپاره یې کار پیل کړی دی چي په فساد ککړ دي او ډیری کسان چي په فساد ککړ وه د امنیتي ځواکونو لخوا نیول سوي دي؛ دده په خبره چي د اسلامي امارت مسؤلینو تل هڅه کړې ده چي د فساد مخنیوی وکړي او مستحق کسان په دندو وګمارل سي او مستحقو کورنیو ته مرستي وویشل سي.

 

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کي زیاته کړه چي د هلمند ولایت د راستنېدونکو اوداخلي بېځایه سوو کورنیو ماشومانو ته به دروغتیایي مرکزونو او ښونځیوو ستونزي حل کړي ترڅو په ټول هلمند کې بېځایه سوي ماشومان له زده کړو او ښې روغتیا څخه برخمن سي.

هلمند والي عبدالاحد طالب مولوي صاحب د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو د وزیر او چین هیواد د مرستي څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې یاده مرسته به مستحقو کورنیو ته ورسیږي.

ښاغلي طالب مولوي صاحب  هلمند ولایت د نفوس او مساحت په لحاظ لوی ولایت یاد کړ د لوړ پوړو مسولینو او موسساتو څخه یې د لا زیاتي همکارۍ او مرستي غوښتنه وکړل او زیاته یې کړه چي د هلمند ولایتي ادارې او د اسلامي امارت مسولین په پلان کي لري چي یو ګډ پلاوی وټاکي تر څو د غریبو او اړمنو کورنیو سروې او مرستي د ویش څخه نظارت ترسره کړي او هغه بډایه کسان به ونیول سي چې د بې وزلو کسانو او کورنیو د مرستي مخه یې ډب کړې ده.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱۵ هـ ق