نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هیواد د کورنیو چارو وزیر الحاج سراجالدین حقاني کندهار ته سفر وکړ او د چهارشنبې په ورځ ئې د کندهار ولایت مقام د غونډو په عمومي تالار کښي د کندهار د ټولو ریاستونو له رئیسانو، د حوزو له آمرینو، د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او امنیه قومندانانو سره وکتل، چي پرمهال ئې کندهار […]
د هیواد د کورنیو چارو وزیر الحاج سراجالدین حقاني کندهار ته سفر وکړ او د چهارشنبې په ورځ ئې د کندهار ولایت مقام د غونډو په عمومي تالار کښي د کندهار د ټولو ریاستونو له رئیسانو، د حوزو له آمرینو، د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او امنیه قومندانانو سره وکتل، چي پرمهال ئې کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا، مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک، د کندهار امنیه قومندان ملا عبدالغفار محمدي، د استخباراتو رئیس مولوي منیب هم حضور درلود.
غونډه کي د کندهار د علماوو شورا رئیس مولوي حبیبالله آغاصاحب، دیني عالم مولوي فیضالله صاحب، د کندهار امر بالمعروف و نهي عنالمنکر رئیس مولوي عبدالرحمن منیب صاحب او مولوي لاجورد صاحب په خپلو ویناوو کي ددې نظام د پايښت او دوام په برخه کي هر اړخیزه خبري وکړې او د کندهار د ټولو ریاستونو له رئیسانو، د حوزو له آمرینو، د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او امنیه قومندانانو څخه ئې وغوښتل، ترڅو ددې نظام ساتنه وکړي، شرعي نظام لومړی پر خپل ځان بیا پر نورو عملي کړي، د ټول ولس پر مخ د خپلو ادارو دروازې تل خلاصي وساتي؛ ځکه ولس سخت ځپل سوی او اوس ئې ټوله توقع تاسو ته ده.
وروسته د هیواد د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني لومړی ددې نظام په لار کښي شهید سویو مجاهدینو ته دُعا وکړه او زیاته ئې کړه، چي ددې نظام په راتګ کښي زیات مجاهدین شهیدان، ټپیان او یا هم زندانیان سول، چي په خبره ئې د همغه قربانیو پایله وه، چي اوس په افغانستان کي په بشپړه توګه اسلامي نظام حاکم دئ.
سراج الدین حقاني په دویم قدم کي د کندهار پر سیاسي، تاریخي، اقتصادي او نورو ارزښتونو خبري وکړې او زیاته ئې کړه، چي د هر څه پیل له کندهار څخه کیږي.
د کورنیو چارو وزیر وروسته په خپلو خبرو کښي په لاندنیو برخو کي د کندهار د ټولو ریاستونو رئیسانو، د حوزو آمرینو، د ټولو ولسوالیو ولسوالانو او امنیه قومندانانو ته لارښووني وکړې:
۱ـ د مشرانو د آمر اطاعت کوئ؛ ځکه چي ددې نظام بریالیتوب د مشرانو د آمر په اطاعت کي دئ. ۲ـ نظام اوس په سوچه اسلام او علم ساتل کیږي، ۳ـ هیڅکله په خپلو صفونو کښي اختلافات مه راولئ؛ ځکه د اختلافاتو پایله ډېره بده ده. ۴ـ هیڅکله داسي کړني مه کوئ، چي ددې سپېڅلي نظام د بدنامۍ سبب وګرځي. ۵ـ یو او بل هیڅکله مه تخریبوئ، یو او بل ته پوره احترام ولرئ او د غلطیو پر وړاندي ئې پوره زغم ولرئ. ۶ـ موږ د ولس په مټ بریالي سوي یو، ولس راسره سخت تکلیفونه وړي دي، نو د ولس خبرو ته غوږ ونیسئ، غوښتني ئې واورئ، ښه رویه او سلوک ورسره وکړئ او مینه ورکړئ.
وروستیو کي د کندهار مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک د کورنیو چارو وزیر او نورو ټولو راغلیو مېلمنو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي کندهار ته ئې سفر وکړ او په لومړي ځل په داسي یوې پراخي غونډي کي ګډون کوي.
وروسته دا غونډه د دُعا په ویلو سره پایته ورسېده.
چهارشنبه: ۱۴۴۳/۷/۲۲
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.