‏د کورنیو چارو وزیر د روسیې فدراسیون د امنیت شورا عمومي منشي او مل پلاوي سره وکتل

الاماره: چهارشنبه ۵/۹/۱۴۰۳ په دې ناسته کې د روسیې فدراسیون د امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو، د روسیې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال الکسي آور چوک، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، په افغانستان کې د روسیې سفیر دمتري ژیرنوف او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و. په دې لیدنه […]

الاماره: چهارشنبه ۵/۹/۱۴۰۳

په دې ناسته کې د روسیې فدراسیون د امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو، د روسیې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال الکسي آور چوک، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، په افغانستان کې د روسیې سفیر دمتري ژیرنوف او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسائلو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
ښاغلي شویګو ډاډ ورکړ چې د روسیې حکومت د طالبانو غورځنګ، چې پخوا یې اسلامي امارت په دې نوم یاداوه، له ممنوعه ډلو څخه د لرې کولو بهیر وروستي پړاوونه ته رسېدلی دی. هغه هیله څرګنده کړه چې دا مرحله به په لنډ وخت کې بشپړه شي چې له دې سره به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې په مختلفو برخو کې پراختیا ومومي.
ښاغلي شویګو د افغانستان امنیت د سیمې لپاره مهم وباله او ویې ویل: امن افغانستان د سیمې د هوساینې او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی.
خلیفه صاحب د روسي پلاوي هرکلی وکړ او د روسیې لوړ پوړي پلاوي سفر یې یو مثبت او معنا لرونکی ګام وباله. هغه هیله څرګنده کړه چې دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې لا پیاوړې کړي.
ښاغلي حقاني په خپله وینا کې وویل چې افغانان اوس خپلواک دي او پر خپل سیاسي برخلیک حاکم دي چې خپلې فیصله پخپله کوي. هغه زیاته کړه چې موږ نه یوازې د امن افغانستان، بلکې د ټولې سیمې او خطې د ثبات او هوساینې هیله لرو.
خلیفه صاحب وویل: په افغانستان کې د اشغال تر پای ته رسېدو وروسته جګړه ختمه شوې او د بې ثباتۍ ټول عوامل له منځه تللي دي. نو سیمه باید له دې فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي.