د کورنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د یوناما له استازولۍ سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي

‏د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه صاحب سراج الدین حقاني د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د یوناما د استازولۍ له مرستیال او سرپرست مارکس پوتزل او مل پلاوي سره وکتل. په ليدنه کې ښاغلي پوتزل په کابل کې د تيرې شپې په چاودنه خواشیني وښوده او ‏د […]

‏د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه صاحب سراج الدین حقاني د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د یوناما د استازولۍ له مرستیال او سرپرست مارکس پوتزل او مل پلاوي سره وکتل.

په ليدنه کې ښاغلي پوتزل په کابل کې د تيرې شپې په چاودنه خواشیني وښوده او ‏د کورنیو چارو سرپرست وزیر ته يې غمرازي څرګنده کړه.

همدا راز نوموړي په پکتیکا، پکتیا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د بشري مرستو په هڅو کې له خلیفه صاحب مننه وکړه چې د بشري مرستو ټیمونو ته يې سهولتونه برابر کړل ‏وروسته د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه صاحب د دوی له راتګ نه مننه وکړه او په بشري همکاریو کې يې د دوی رول او هڅي وستايلې.

خلیفه صاحب زیاته کړه چې نړيواله ټولنه باید له افغانستان سره دوامداره اتصال ولري او ‏د بشري، اقتصادي، امنیتي ننګونو لپاره د سوء تفاهم پر ځای په تفاهم کې پاته وي تر څو نړۍ او افغانستان یو له بل سره اړيکي ولري او خلکو ته  بشري خدمتونه پر خپل وخت وړاندي شي.