د کورنیو چارو وزیر تورخم کې له تجارانو، د کمیټو له مسؤلینو او راستنو شویو کډوالو سره جلا ناستې تر سره کړې

الامارة: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۴ تورخم کې د راستنو شویو افغانانو د لیدو لپاره د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د یو پلاوي په مشرۍ د راستنو شویو کډوالو پنډغالي ته رسېدلی دی. د په دغه پلاوي کې د حج او اقافو وزارت معین شیخ زر محمد، د وزارت لومړی مرستیال محمد […]

الامارة: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۴
تورخم کې د راستنو شویو افغانانو د لیدو لپاره د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د یو پلاوي په مشرۍ د راستنو شویو کډوالو پنډغالي ته رسېدلی دی.
د په دغه پلاوي کې د حج او اقافو وزارت معین شیخ زر محمد، د وزارت لومړی مرستیال محمد نبي عمري، اداري معین شیخ نور جلال او د کورنیو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي زین الله ګډون لري.

د تورخم راستنېدونکو ګډوالو پنډغالي ته د کورنیو چارو سرپرست وزیر محترم سراج الدین حقاني د سفر پرمهال د هېواد بېلابېلو ملي سوداګرو راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د نږدې ۶۰ میلیونه افغانیو د ورکړې ژمنه وکړه.
د تورخم راستنېدونکو کډوالو پنډغالي کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې مشر عبدالقدیر حاجي احمد یادو ملي سوداګرو ته خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ، چې کېدونکې مرسته به یې په شفاف ډول مستحقو خلکو ته وسپاري.

په یږه بل خبر کې راغلي چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر د تورخم راستنېدونکو کډوالو پنډغالي کې له راغلو ګډوالو سره له نږدې ولیدل او دوی ته یې د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
نوموړي افغان کډوالو سره د پاکستاني حکومت روان چلند له انصافه لرې وبله او زیاته یې کړه چې د دومره بد چلند له امله یې په پاکستان هم زړه خفه دی چې دومره کمزوري اخلاق یې وکارول.
نوموړي په یاد پنډغالي کې د ټولو کمېټو له هلو – ځلو مننه وکړه او کډوالو ته یې ډاډ ورکړ، چې دلته به ورته اسلامي امارت ټولې اسانتیاوې او چوپړتیاوې برابرې کړي.
راستنو شویو کډوالو په استازیتوب هم یو شمېر کډوالو خبرې وکړې او له شته سهولتونو یې خوښي څرګنده کړه.