د کورنیو چارو وزیر، د بلخ ولایت له ولسونو او مسؤلینو سره وکتل

الاماره (پنجشنبه ۱۴۴۴/ذي القعده ۱۹) د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج خلیفه سراج الدين حقاني صاحب حفظه الله نن سهار بلخ ولایت مقام کښي د بلخ ولایت له علماءکرامو، ولسي مشرانو، سپین ږیرو او مسؤلینو سره وکتل، چي پرمهال یې د بلخ سرپرست والي حاجي محمد يوسف وفا صاحب، مرستيال والي مولوي نورالهادي ابو […]

الاماره (پنجشنبه ۱۴۴۴/ذي القعده ۱۹)

د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج خلیفه سراج الدين حقاني صاحب حفظه الله نن سهار بلخ ولایت مقام کښي د بلخ ولایت له علماءکرامو، ولسي مشرانو، سپین ږیرو او مسؤلینو سره وکتل، چي پرمهال یې د بلخ سرپرست والي حاجي محمد يوسف وفا صاحب، مرستيال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس، د بلخ د علماوو شورا رئیس شیخ مولوي سعید هاشمي او د ملکي او دولتي ادارو مسؤلینو ګډون درلود.

غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپيل سوه؛ په پيل کي د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس د کورنیو چارو سرپرست وزیر صاحب ته ښه راغلاست ووایه او خوښي وښوده، چي مشران ولایتونو ته سفر کوي او له ځایي مسؤلینو سره ګوري، د دې ترڅنګ یې زیاته کړه، ددې ځورېدلي ولس هر شخص د اسلامي امارت د کامیابه کېدو لپاره قربانۍ ورکړې، هر ډول ستونزي او تکلیفونه یې پر ځان یوړل او الحمدالله یو شرعي، یو واحد او اسلامي نظام یې ټولو ته ور په برخه کئ، دا د شکر ځای دی او د باید د دې ولس هر کس یې اوس د بقاء لپاره په ګډه خدمت وکړي.

ورپسې الحاج خلیفه سراج‌الدین حقاني صاحب لومړی د شهیدانو روح ته دُعا وکړه او د شل کلن اشغال د پای ته رسېدو او د دې عظیمي فتحي مبارکي یې ټولو ته وویل، همدرانګه یې زیاته کړه، موږ د امکاناتو او اسبابو په لحاظ ډېر عاجز وو او د دښمنانو له نظره او د تبلیغاتو په وجه د وطن ورانونکي کسان وو؛ ولي نړۍ مو په یوالي، قوي ارادې او ایماندارۍ سره ماته کړه او الله‌جل‌جلاله دومره لوی شان، عظمت او مقبولیت رانصیب کړ، چي یوازي او یوازي د الله‌جل‌جلاله د اوامرو او د حضرت‌ محمد (ص)په ارشاداتو مو ټینګه عقیده وه او همدغه لاره مو تعقیبوله او اوس د وطن د ابادۍ او پرمختیا لپاره شپه او ورځ ټول مسؤلین خدمت کوي او هر څه نړیوال او د افغانستان ولس ویني.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیفه سراج‌الدین حقاني صاحب په وروستیو کښي وویل، اسلامي امارت د ټولو ګډ حکومت او کور دئ، دلته به د قدرنو او مسلکي کسانو قدر کیږي، ټولو ته به په مشروع طریقه ازادي او حق ورکول کیږي او همدارنګه یې د بلخ ولایت ټولو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو په ټولو کړو او وړو کي له نرمۍ، ښه اخلاق او تعامل څخه کار واخلئ، ډېر زغم ولرئ، خلګو ته اسانتیاوي برابروئ، د ولس پر زخمونو پټۍ کښېږدئ، د علماءکرامو عزت او قدر کوئ، د دوی مشورې اخلئ، وخت په وخت مجلسونه ورسره کوئ او د مشرانو پیروي کوئ.

د غونډي په ورستیو کي د بلخ د علماووشورا رئیس شیخ مولوي سعید هاشمي، د مرافعه محکمې رئیس شیخ محمدګلاب فارقي، د پوهني رئیس شیخ عبدالجلیل شهیدخیل، شیخ سیف الدین مزاري او د بلخ د استخباراتو رئیس مولوي محمدظاهر مبشر هم ټولو راغلیو علماءکرامو، ولسي مشرانو، سپین ږیرو او مسؤلینو ته ارزښتناکي ویناوي وکړې او د امنیت، د ولس سره په ښه چلند کولو، شپه او ورځ د دې ځورېدلي ولس خدمت کولو او د مشرانو پرېکړو او فرمانونو ته لبیک ویلو باندي یې ټینګار وکړ.

وروسته د علماءکرامو، ولسي مشرانو، سپین ږیرو او مسؤلینو سره د کورنیو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیفه سراج الدین حقاني د لیدني یاده غونډه د دُعا په ویلو سره پای ته ورسېده.