نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
چهارشنبه ۱۴۴۳/جمادي الثاني /۲/ / ۱۴۰۰/مرغومي /۱۵/ / ۲۰۲۲/جنوري /۵/ نن ورځ په دې مناسبت چې کومه غونډه د غزني پوهنې ریاست دغونډو په تالار کې دپو هنې رئيس ښاغلي مولوي منیر احمد منصور تر مشرۍ لاندي جوړه شوې وه په کې د پوهنې ریاست مرستيال مولوي محمد عمر وثیق ، دمرکز او یو شمېر […]
چهارشنبه ۱۴۴۳/جمادي الثاني /۲/ / ۱۴۰۰/مرغومي /۱۵/ / ۲۰۲۲/جنوري /۵/
نن ورځ په دې مناسبت چې کومه غونډه د غزني پوهنې ریاست دغونډو په تالار کې دپو هنې رئيس ښاغلي مولوي منیر احمد منصور تر مشرۍ لاندي جوړه شوې وه په کې د پوهنې ریاست مرستيال مولوي محمد عمر وثیق ، دمرکز او یو شمېر ولسوالی دپوهنې او ښونځيو آمرین او دکوار موسیسې مسئولینو هم ګډون کړی وو. د غونډې په پیل کي دقرآن عظيم الشان دتلاوت نه وروسته دپوهنې رئيس ښاغلي مولوی محمد منیر منصور وينا وکړه او وی ویل چی اسلامی امارت هيڅ کله دپوهنی او روزنې مخالف نه بلکه د دي په هڅه کې دي چې ښوونې او روزنې ته داسلام په رڼا کي پرمختګ ورکړي. د پوهنې رئیس زياته کړه چي پوهنه رڼا ده او مونږ باید د دغي رڼا د پرمختګ په لورې حرکت وکړو. اوور پسې حميدالله خرم دکوار موسیسه د کوید ۱۹ د پروژي مسئول په اړه د پوهنې رياست رهبري ته مکمل معلومات ورکړل او زياته یې کړه چی د یادي پروژې د پلې کولو په برخه کې د پوهنې ریاست رهبري له کوار موسیسه سره نه ستړي کوونکې هڅې وکړي او د پوهنې ریاست له رهبرۍ څخه يې مننه کور ودانۍ وکړ
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.