د کنګ او دلارام ولسوالیو ۱۶۰ اړمنو  کورنیو سره مرستي وسوې

  زرنج، د څلورمې خور ۱۳ مه/ د مرغومي میاشتي ۲۶ مه   د نیمروز ولایت د کنګ او دلارام ولسوالیو ۱۶۰ اړمنو کورنیو سره د دې ولایت د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو ریاست لخوا ژمني مرستي وسوې.   د نیمروز د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو رئیس، مولوی صدیق الله “نصرت” د مرستو […]

 

زرنج، د څلورمې خور ۱۳ مه/ د مرغومي میاشتي ۲۶ مه

 

د نیمروز ولایت د کنګ او دلارام ولسوالیو ۱۶۰ اړمنو کورنیو سره د دې ولایت د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو ریاست لخوا ژمني مرستي وسوې.

 

د نیمروز د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو رئیس، مولوی صدیق الله “نصرت” د مرستو په تړاو وايي، په دوو ولسوالیو کې، چې مخکي ۸۰ کورنۍ په دلارام او ۸۰ کورنۍ په کنګ کې  سروي سوي وي، هرې کورنۍ ته یوه کورتۍ او دوه کمپلان د ولسولانو په شتون کې ورکول سوې.

 

ښاغلي نصرت همداراز ویلي دي، چې وېشل سوي ژمني توکي د چین هېواد بشري مرستي وي او بي وزلو ته ورکول سوې، د چین هېواد بشري مرستي څو ورځي وړاندي د چخانسور، چهاربرجکي او د خاشرود ولسوالیو اړمنو کورنیو ته هم ورکول سوې.