نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کندوز ولایت د تعلیم او تربیې مسؤل مولوي محمد اسماعیل او ښاري مدیر ډاکټر عبدالحافظ اوديادولايت مطبوعاتي مسؤل مطيع الله روحانی د کندزولايت ښار د ښوونځیو لکه استاد غازي خان لیسه، بې بې آمنه لیسه، سرور ظریف منځنۍ ښوونځۍ، بی بي عایشه لیسه، شیر خان عالي لیسې څخه لیدنه او ارزونه وکړه، ښوونځي د […]
د کندوز ولایت د تعلیم او تربیې مسؤل مولوي محمد اسماعیل او ښاري مدیر ډاکټر عبدالحافظ اوديادولايت مطبوعاتي مسؤل مطيع الله روحانی د کندزولايت ښار د ښوونځیو لکه استاد غازي خان لیسه، بې بې آمنه لیسه، سرور ظریف منځنۍ ښوونځۍ، بی بي عایشه لیسه، شیر خان عالي لیسې څخه لیدنه او ارزونه وکړه، ښوونځي د پخوا په څیر فعال و، زده کوونکي او استادان په عادي توګه خپل درسونو ته راتلل، د خوښۍ ځای دی چې د کندوز ولایت د فتحې پر مهال د کندوز ښار ښوونځیو ته هیڅ نوع ضرر نه دی رسېدلۍ او نه یې هم اجناس سرقت سوي، د تعلیم او تربیې ولایتي مسؤل د ښوونځیو استادانو او مسؤلینو ته ډاډ ور کړ چې د پوهنې ریاست د خپلو استادانو،کارمندانو ستونزي اوري او د حقوقو څخه یې ملاتړ کوي، همدارنګه هغه د خپلو خبرو پر دوام د تعلیمي بهیر کې یې د مربوطه استادانو او مسؤلینو هڅي و ستایلې چې د هېواد بچیانو او نوي نسل روزنې ته نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوي. ۲۰۲۱/۸/۲۳
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.