د کندهار ښار د سرسبزۍ، سمسورتيا او پاکۍ له پاره نوي پلانونه عملي کيږي.

  دغه څرګندوني د ا.ا.ا د چاپېريال ساتني ملي ادارې عمومي رٸيس ډاکتر زين العابدين عابد کندهار ته د خپل سفر په لړ کي د کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب سره په ليدنه کي وکړې. په دې ليدنه کي  د چاپېريال ساتني ملي ادارې عمومي رٸيس ډاکټر زين العابدين عابد تر څنګ د کندهار چاپېريال […]

 

دغه څرګندوني د ا.ا.ا د چاپېريال ساتني ملي ادارې عمومي رٸيس ډاکتر زين العابدين عابد کندهار ته د خپل سفر په لړ کي د کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب سره په ليدنه کي وکړې.

په دې ليدنه کي  د چاپېريال ساتني ملي ادارې عمومي رٸيس ډاکټر زين العابدين عابد تر څنګ د کندهار چاپېريال ساتني رياست د طبيعي ميراثونو عمومي مدير انجنير مطيع الله ذهين او د نظارت او کنترول کارشناس کامل سنځر هم برخه درلودل.

په دې ناسته کي پر بېلا بېلو موضوعاتو بحث وسو، تر ډېره د کندهار ښار پر سرسبزۍ، سمسورتيا، متوازنه پراختيا، د اوبو د ککړتيا مخنيوى، د کثافاتو سالم مديريت او نورو چاپيرياليزو موضوعاتو په هکله خبري وسوې.

په ناسته کي يادونه وسوه، چي د کندهار ښار د هر اړخيز چاپیريال د کنټرول له پاره پر منظمو او ښو پلانونو کار کوو، چي له مخي به ئې کندهار ښار په هره برخه کي خوندي او سالم چاپيریال ولري.

دواړو طرفينو پر دوامداره همکارۍ او خپلمنځي همږغۍ ټينګار وکړه او ژمنه وسوه، چي د چاپيرياليزو فعاليتونو او راتلوونکو پلانونو په هکله دغه ډول ناستو ته دوام ورکوي.