نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کندهار ښاروالۍ مرستیال قاري مسافر:ـ رسنۍ او خبریالان زموږ د ښار سترګي دي موږ به هڅه وکړو ددوی سره له نږدې کاروکړو. د کندهار ښاروالۍ مرستیال قاري مسافر پر داسي مهال چي د ښاري حکومتولۍ رئیس هم حاضر وو د خپل کار په دفتر کښي یې د کندهار ښار دبیلابیلو رسنیزو ادرسونو د مشرتابه […]
د کندهار ښاروالۍ مرستیال قاري مسافر:ـ رسنۍ او خبریالان زموږ د ښار سترګي دي موږ به هڅه وکړو ددوی سره له نږدې کاروکړو. د کندهار ښاروالۍ مرستیال قاري مسافر پر داسي مهال چي د ښاري حکومتولۍ رئیس هم حاضر وو د خپل کار په دفتر کښي یې د کندهار ښار دبیلابیلو رسنیزو ادرسونو د مشرتابه او استازو سره وکتل . په یاده لیدنه کي لومړی د ښاروالۍ مرستیال خبریالانوته ښه راغلاست وویل او ترڅنګ یې مننه ورڅخه وکړه چي د کندهار ښار په هره برخه کښي یې د ګرانو ولسونو ستونزي پرو خت راخیستي دي او له دوی سره یې شریکي کړي دي او هم یې دکندهار ښار مثبت تصویر ته تر ډيره انعکاس ورکړی دی ،مرستیال ښآروال وویل د کندهار ښاروالۍ هره شعبه به تاسو ته معلومات درکوي او په هره عرصه کښي به ستاسو ګرانو خبریالانوسره همکاري کوي ترڅو ګران ولس په هره موضوع او تصمیم باخبره واوسي هغه د اسلامي نظام راتګ د خلګو لپاره یو مهم او اساسي سهولت وبلۍ او له رسنیو څخه یې وغوښتل چي په دې برخه کښي ټولشموله عامه پوهاوي خپور کړي وروسته په کندهار ښار کښي درسنیزو ادرسونو څخه راغلوخبریالانو او مشرانو خبري وکړې چي له جملې څخه یې صدیق الله افغان،جاوید احمد تنویر،اغاشېرمنار،محمدیار مجروح اوجاویداحمد سمسور په ښاري برخه کښي ډیر مهم موضوعات له مرستیال ښاروال سره شریک کړه او همدارنګه یې د ښاریانو لپاره د ښه ښاري ژوندانه دبرابرولو او کندهار ښار ته په ډیرو برخوکښي د ښه ښاري نظم د قایمولو په منظور ځيني طرحي هم له مرستیال ښاروال سره شریکي کړې ددې ترڅنګ دوی د رسنیو د اوسني حالت د ښه کولو په مورد هم خبري وکړې او له مرستیال ښاروال څخه یې غوښتنه وکړه چي کندهار ښار زموږ ښاردی موږ ددې ښار دهر ښاري لپاره بهتره ښاري سهولت غواړو نو ددې لپاره چي ښاروالي او ښاریان نور هم سره همږغي سوی وي باید رسنیوته توجه زیاته سي او په مالي برخه کښي تمویل کړل سي ترڅو هم درسنیو کارونه ښه چټک سوي وي او هم د ښاروالي او ښاریانو ترمنځ دهمدې رسنیو لخوا عامه پوهاوي زیات سوي وي ،وروسته مرستیال ښاروال وویل ستاسو درنو او معززو خبریالانو ټولي غوښتني موږ یاداښت کړې او دعامه پوهاوي په موخه به یو شمیر اعلانانونه درته درکړو ترڅو هم ستاسو کارونه ښه سوي وي او هم چاري په ښه توګه سره مخته تللي وي .
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.