د کندهار په یوه ورزشي جمنازیم کي د سلګونه مینوالو په شتون کي د فوټسال پایلوبه ترسره سوه

د دوشنبې په ورځ ناوخته د کندهار عینو ښارګوټي په لوبستان ورزشي جمنازیم کي د فوټسال پایلوبه د سلیمي او روحاني لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي د پایلوبي لیدلو ته د کندهار د سپورټ او بدني روزني رئیس مولوي ابرار لبیب، د کندهار فوټبال فدراسیون رئیس مولوي مهاجر او د کندهار د کډوالو او بیرته […]

د دوشنبې په ورځ ناوخته د کندهار عینو ښارګوټي په لوبستان ورزشي جمنازیم کي د فوټسال پایلوبه د سلیمي او روحاني لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي د پایلوبي لیدلو ته د کندهار د سپورټ او بدني روزني رئیس مولوي ابرار لبیب، د کندهار فوټبال فدراسیون رئیس مولوي مهاجر او د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس مولوي محمدقاسم تسنیم هم ورغلي و.

پایلوبه سلیمي لوبډلې درې ګولونه په مقابل کي د د یوه ګول وګټله او د رمضان جام سیالۍ یې په خپل نوم کړې.

وروستیو کي د ورغلو مسئولینو له لوري مقام لرونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته ځانګړي سوي جایزې ورکړل سوې.

سې شنبه: ۱۴۴۳/۹/۲۵