نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د شنبې په ورځ د کندهار عامي روغتیا ریاست په مشرۍ د باران موسسې په انګړ کښي د کندهار د شپږو ولسوالیو «شاهولي کوټ، معروف، ارغستان، تختهپُل، میوند او نېش» لپاره د نویو دوولسو روغتیايي مرکزونو او درې ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره له ۳۳۳ ښځینه او نارینه روغتیاپالانو څخه ازموینه واخیستل سوه. د کندهار […]
د شنبې په ورځ د کندهار عامي روغتیا ریاست په مشرۍ د باران موسسې په انګړ کښي د کندهار د شپږو ولسوالیو «شاهولي کوټ، معروف، ارغستان، تختهپُل، میوند او نېش» لپاره د نویو دوولسو روغتیايي مرکزونو او درې ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره له ۳۳۳ ښځینه او نارینه روغتیاپالانو څخه ازموینه واخیستل سوه.
د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټر جمالالدین اعظمي د یادي ازمویني پرمهال وویل، ازموینه کي ۱۱۲ نرسانو، ۵۶ قابلو، ۴۰ د غذايي موادو سلاکارانو، ۲۵ د ټولني په کچه روغتیايي کارمندانو، ۷۷ نارینه واکسیناتورانو او ۲۳ ښځینه واکسیناتورانو برخه اخیستې وه، چي له ډلي به یې ۱۰۶ تنه غوره نارینه روغتیاپالان او ښځینه روغتیاپالاني یادو روغتیايي مرکزونو ته جذب کړل سي.
ډاکټرجمال الدین اعظمي ډاډ وړاندي کړ، چي په پوره شفافیت به یاده پروسه مخته یوسي.
یکشنبه: ۱۴۴۳/۹/۲۳
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.