نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کندهار مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک له لوري د کندهار په زاړه قول اُردو کښي د ۱۰،۷ میلیونه افغانیو په لګښت خلګو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو په موخه پروژه پرانیستل سوه، چي د پرانیستني په یادو مراسمو کي د مرستیال والي ترڅنګ، د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ځانګړي استازي حاجي حضرتالله، […]
د کندهار مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک له لوري د کندهار په زاړه قول اُردو کښي د ۱۰،۷ میلیونه افغانیو په لګښت خلګو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو په موخه پروژه پرانیستل سوه، چي د پرانیستني په یادو مراسمو کي د مرستیال والي ترڅنګ، د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ځانګړي استازي حاجي حضرتالله، د کندهار د کلیو، پراختیا او بیارغوني رئیس مولوي حفظالله آغا، د یونیسف موسسې استازي انجنیر محمد عیسی، کندهار د اوبو رسونې ادارې استازي او یوشمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.
د پرانیستي د یادو مراسمو په پيل کښي د کندهار د کلیو، پراختیا او بیارغوني ریاست استازي انجنیر محمود وویل، ددې پروژې په لومړۍ برخه کي به د کندهار په زاړه قولاُردو کښي د اوبو جنراتور ته اطاق او د احاطې دېوال جوړ کړل سي او ددې ترڅنګ به یوه حلقه برمه ووهل سي او بیا به د زاړه قول اُردو له ساحې څخه د نهمي ناحیې لومړنۍ ساحې ته د اوبو د انتقال یوه شبکه جوړه کړل سي او د خپلو خبرو په دوام یې وویل، ددې پروژې په دوهمه برخه کي به بیا د نهمي ناحیې په لومړۍ ساحه کي د اوبو د ځینو شبکو ترمیمکاري وسي او هم به د نهمي ناحیې په لومړنۍ ساحه کښي د دوو ارتفاعي ذخیرو ترمیمکاري وسي او د اوبو له یادو شبکو سره به وصل کړل سي.
انجنیر محمود وویل، ددې پروژې ټول لګښت ۱۰،۷ میلیونه افغانۍ کیږي، چي د یونیسف موسسې لخوا ورکول کیږي او د کندهار د دوو ادارو کلیو، پراختیا او بیارغوني ریاست او د اوبو رسونې ادارې په ګډه همکاري جوړیږي، چي په خبره یې ددې پروژې په ګټي اخیستني سره به «۱۳۲۲۰» کسانو ته د څښاک پاکي اوبه ورسیږي.
وروسته د کندهار مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک لومړی د یادې پروژې په پرانیستي سره خوښي وښودله او په خپلو خبرو کي یې د یونیسف ادارې له مسئولینو څخه مننه وکړه، چي د ولایتي ادارې ترڅنګ یې ګرانو هیوادوالو ته په بېلابیلو برخو کي غوره خدمات وړاندي کړي دي.
مرستیال والي وویل، د ا،ا،امارت تر چتر لاندي هري ادارې او هري موسسې ته د هیواد په هره برخه کي په بشپړه توګه د کار کولو زمینه برابره ده، چي د خپلو خبرو په دوام یې د یونیسف ادارې ترڅنګ پر ټولو موسساتو ږغ وکړ، ترڅو د ولایتي ادارې سره په ګډه ددې ځورېدلي ولس لپاره په بېلابیلو برخو کي غوره خدمات ترسره کړي.
یکشنبه: ۱۳۴۳/۶/۶
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.