د کندهار په دامان او ډنډ ولسوالیو کي د دوو کانالونو د جوړېدو چاري پیل سوې

  د کندهار د دامان او ډنډ ولسوالیو په ریګي او ناکودک کلیو کي دوه کانالونه په پاخه او اساسی ډول جوړيږي، چي نن یکشنبه یې د کلیو، بیارغوني، او پرختیا وزیر ملامحمدیونس آخند او د کندهار د کلیو، بیارغوني او پراختیا رئیس مولوي حفیظ الله آغا او د یادو سیمو د مشرانو له خوا […]

 

د کندهار د دامان او ډنډ ولسوالیو په ریګي او ناکودک کلیو کي دوه کانالونه په پاخه او اساسی ډول جوړيږي، چي نن یکشنبه یې د کلیو، بیارغوني، او پرختیا وزیر ملامحمدیونس آخند او د کندهار د کلیو، بیارغوني او پراختیا رئیس مولوي حفیظ الله آغا او د یادو سیمو د مشرانو له خوا ئې رسماً د بنسټ ډبره کښېښودل سوه.

یاد کانالونه د کلیو، بیارغوني او پراختیا وزارت د انسجام ساحوي پروګرام له لاري جوړيږي، چي د یادو کانالونو لګښت د اسیايي بانک له لوري ورکول کيږي او جوړېدل به ئې د سيمي اوسېدونکو ته زیاتي اسانتیاوي جوړي کړي.

یکشنبه: ۱۴۴۳/۷/۴