د کندهار په ارغنداب ولسوالي کي له ۴۷۱ کورنیو سره د اړینو غیري خوراکي توکو مرسته وسوه

  د دوشنبې په ورځ د افغانستان پاملرني «CARE Afghanistan» موسسې د کندهار په ارغنداب ولسوالي کي د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ او همږغۍ د ۴۷۱ معلولو، بې‌وزله، جګړه ځپلو، بې‌ځایه سویو او اړمنو کورنیو سره د اړینو غیري خوراکي توکو مرسته وکړه، چي پرمهال یې د کندهار د […]

 

د دوشنبې په ورځ د افغانستان پاملرني «CARE Afghanistan» موسسې د کندهار په ارغنداب ولسوالي کي د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ او همږغۍ د ۴۷۱ معلولو، بې‌وزله، جګړه ځپلو، بې‌ځایه سویو او اړمنو کورنیو سره د اړینو غیري خوراکي توکو مرسته وکړه، چي پرمهال یې د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس مولوي محمدقاسم تسنیم هم حضور درلود.

د مرستي د وېش پرمهال د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس مولوي محمدقاسم تسنیم لومړی یادو کورنیو ته د مرستي ورکولو په موخه خوښي وښودله او زیاته یې کړه، چي د ټولو خیریه موسسو سره یې پر یوې داسي کړنلاري کار پيل کړی، ترڅو اړمنو کورنیو ته د کار په بدل کي مرستي ورسوي.

د مرسته ترلاسه کوونکو له ډلي محمد انور او شېرآغا په خپلو خبرو کي د یادو مرستو څخه زیاته خوښي وښودله او د مرستو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.

د یادولو وړ ده، چي یاده موسسه پلان لري، ترڅو یاده مرسته د نورو ولسوالیو معلولو، بې‌وزله، جګړه ځپلو، بې‌ځایه سویو او اړمنو کورنیو ته هم ورسوي.

دوشنبه: ۱۴۴۳/۹/۲۴