نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کندهار والي په مشرۍ د امنیتي غونډي د پرېکړو په اساس د نن شنبې «۱۴۴۳/۹/۲۲» څخه په کندهار ښار کي ټولو دوکاندارانو ته خبر ورکول کیږي، چي د ټکانو او پټاکیو رانیول او خرڅول په بشپړه توګه او جداً بند دي؛ ځکه د ولس د تکلیف، تشویش او ویري سبب ګرځي او هم […]
د کندهار والي په مشرۍ د امنیتي غونډي د پرېکړو په اساس د نن شنبې «۱۴۴۳/۹/۲۲» څخه په کندهار ښار کي ټولو دوکاندارانو ته خبر ورکول کیږي، چي د ټکانو او پټاکیو رانیول او خرڅول په بشپړه توګه او جداً بند دي؛ ځکه د ولس د تکلیف، تشویش او ویري سبب ګرځي او هم امنیتي کسانو ته یو ډول تشویشي ستونزي پېښوي.
د یاد مجلس د پرېکړې په اساس که هر چا یاد امر نه وو عملی کړی دوکان یې وربندیږي او ددغه شیانو سوداګر دي خپل دغه ټکان او پټاکۍ د کندهار څخه بیرته انتقال کړي، که یې انتقال ممکن نه وي، نو د کندهار ښار څخه دي یې ضرور وباسي او د ګمرک ریاست دي دغه اجناس په ګمرک کي قید کړي او کندهار ته دي یې د انتقال مخه ونیسي او امنیتي ځواکونه دي په نرمۍ سره خلګ او کوچنیان د ټکانو د رانیولو او خرڅولو او استعمال څخه راوګرځوي، ظلم او وهل دي نه کوي.
شنبه: ۱۴۴۳/۹/۲۲
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.