نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتو په تالار کښي د دوشنبې په ورځ د ولایت مقام او یوشمېر نورو ادارو د کارمندانو لپاره د وړتیاوو لوړولو په موخه دوه ورځنی ورکشاپ پيل سو، چي د پيل په مراسمو کي ئې د کندهار مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک او د کندهار د بشري سرچینو او […]
د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتو په تالار کښي د دوشنبې په ورځ د ولایت مقام او یوشمېر نورو ادارو د کارمندانو لپاره د وړتیاوو لوړولو په موخه دوه ورځنی ورکشاپ پيل سو، چي د پيل په مراسمو کي ئې د کندهار مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک او د کندهار د بشري سرچینو او پراختیا ریاست رئیس مفتي میرزامحمد هم ګډون کړی وو.
د یاد دوه ورځني ورکشاپ په پيل کي د کندهار د بشري سرچینو او پراختیا ریاست رئیس مفتي میرزامحمد لومړی د ولایت مقام او یوشمېر نورو ادارو کارکونکو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته ئې کړه، چي د کندهار د بشري سرچینو او پراختیا ریاست له لوري دا دوه ورځنی ورکشاپ ځکه جوړ سوی، ترڅو د ولایت مقام ترڅنګ د یوشمېر نورو ادارو کارکونکي د ادارې له ټولو اُصولو او ټولو اداري کړنو څخه ځان خبر کړي او د خپلو خبرو په وروستیو کي ئې د ورکشاپ له ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل، ترڅو ددې ورکشاپ څخه په سمه توګه ګټه واخلي.
وروسته د کندهار مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک لومړی ددې ورکشاپ پر جوړېدو خوښي وښودله او زیاته ئې کړه، چي په افغانستان کي لومړی هدف دا وو، ترڅو په بشپړه توګه اسلامي نظام حاکم سي، چي په خبره ئې اوس د ټولو هدف دادئ، ترڅو ددې سپېڅلي نظام ساتنه په سم ډول وکړو او ددې نظام د دوام په موخه شپه او ورځ هڅي وکړو.
مولوي حیاتالله مبارک د خپلو خبرو په دوام وویل، هرڅوک چي په کومه برخه کي کار کوي په هغه برخه ځان پوهول ورباندي فرض دي، ترڅو دې ځورېدلي ولس ته په سم ډول خدمت وکولای سي.
مرستیال والي د خپلو خبرو په وروستیو کي د ورکشاپ له ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل، ترڅو ددې ورکشاپ هري برخي ته پوره دقت ولري او په بشپړه توګه ئې زدهکړي او ددې ترڅنګ ئې ورته سپارښتنه وکړه، چي په پوره اخلاص او ایماندارۍ سره خپلي دندي مخته یوسي.
وروسته د کندهار د بشري سرچینو او پراختیا ریاست اړوند د پلان جوړوني کارپوه جاویداحمد افغان له لوري له ګډونوالو سره د مُدیرت د اساساتو، اداري اصلاحاتو، دوسیه بندۍ، ملکي خدمتونو، د کارکونکو د سلوک، د کارکونکو د مقررۍ او ګڼو نورو برخو په اړه د پریزنټېشن له لاري معلومات وړاندي کړل.
دوشنبه: ۱۴۴۳/۷/۲۰
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.