نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کندهار ولایت د اطلاعات او فرهنګ مرستيال ملا شمس الله صميم مرکز کابل ته د رسمي سفر په ترڅ کي د دروانې میاشتې ۲۳ نیټه د پنج شنبې په ورځ د اطلاعات او فرهنګ له وزير ملا خير الله خير خواه سره ولیدل. ښاغلي صمیم د لیدني پر مهال لومړی د کندهار د اطلاعات […]
د کندهار ولایت د اطلاعات او فرهنګ مرستيال ملا شمس الله صميم مرکز کابل ته د رسمي سفر په ترڅ کي د دروانې میاشتې ۲۳ نیټه د پنج شنبې په ورځ د اطلاعات او فرهنګ له وزير ملا خير الله خير خواه سره ولیدل. ښاغلي صمیم د لیدني پر مهال لومړی د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رياست د فعاليتونو، لاسته راوړنو او ټولو چارو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندي کړل، د تېرو مياشتو د کاري راپور لنډيز او ستونزي ئې هم د اطلاعات او فرهنګ له وزير سره شریکي کړې. نوموړي د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رياست ځيني ستونزي، اړتیاوي او پيشنهادونه هم له وزير سره شريک کړل او په دې برخه کي ئې د وزارت همکاري اړينه وبلله. ښاغلي صميم د اطلاعات او فرهنګ وزارت له رهبري په ځانګړي ډول ښاغلي وزير صاحب څخه مننه وکړه، چي په تیرو څو مياشتو کي ئې د نورو ولايتونو تر څنګ کندهار ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. د کندهار د اطلاعات او فرهنګ مرستيال ډاډ وړاندي کړ، چي د ریاست ټول کارکوونکي تر يوې ډېري منظمي رهبري لاندي خپل کارونه په ښه ډول مخته وړي او ټولي چاري ښې مخته رواني دي. ښاغلي ملا خیر الله خيرخواه د کندهار د اطلاعات او فرهنګ د مرستيال تر خبرو اورېدو وروسته د ریاست کارونه، پلانونه او چاري ډېري ښه وبللې او د یو شمېر نورو کارونو د ترسره کولو لارښوونه ئې هم وکړه. نوموړي مننه وکړه، چي د کندهار اطلاعات او فرهنګ رياست په منظم ډول کارونه مخته بيايي او تر ډېره حده ئې پراته خنډونه حل کړي دي. ښاغلي خیرخواه د کندهار د اطلاعات او فرهنګ د مرستيال غوښتني او وړانديزونه هم واورېدل او په ډېر اطمینان سره ئې ډاډ ورکړ، چي په تدريجي ډول به نه يوازي د کندهار بلکي د ټول افغانستان د اطلاعات او فرهنګ رياستونو ته پاملرنه وکړي. نوموړي په ځانګړي ډول د کندهار ستونزي مهمي وبللې، چي ډېر ژر به ئې د حل له پاره اقدامات ترسره سي. د اطلاعات او فرهنګ وزير د تاریخي ابدو او اثارو پر ساتنه ډېر ټينګار وکړ، په دې برخه کي ئې نه يوازي د اطلاعات او فرهنګ رياست هڅي مهمي وبللې، بلکي د ولسي وګړو همکاري ئې هم اړينه وبلل. د یادولو ده، چي په دې وروستیو کي ټولو امنيتي ځواکونو ته لارښوونه سوې، چي د تاريخي ابدو او تاريخي اثارو ساتنه په جدي توګه وکړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.