د کندهار ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست سرپرست رئيس په خپله دنده پيل وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په وړانديز او د رياست الوزراء د عالي مقام په منظوري مولوي سيد برات شاه اغا د کندهار ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست سرپرست رئيس وټاکل شو. نوموړی نن د دغه رياست کارکوونکو ته د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت […]

د افغانستان اسلامي امارت د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په وړانديز او د رياست الوزراء د عالي مقام په منظوري مولوي سيد برات شاه اغا د کندهار ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست سرپرست رئيس وټاکل شو.
نوموړی نن د دغه رياست کارکوونکو ته د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ځانګړي پلاوي مفتي سيد احمد مستقيم او ملا محمد يونس حنفي له خوا د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ور وپېژندل شو او رسماً يې په خپله دنده پيل وکړ.
ښاغلي مفتي مستقيم په مراسمو کي د مسئوليت سم اداء کولو په اړه هر اړخيزه علمي وينا وکړه او زياته يې کړه چي هر مسئول بايد مسئوليت ته د امتياز نه بلکه د خدمت د درانه پېټي په سترګه وګوري او ځان د خپل مظلوم اولس د خدمت مصدر وګرځوي.