د کندهار ولايت د ارغنداب په ولسوالۍ کي عظيم الشان غونډه جوړه سوه

نن دوشنبه ۱۴ / ۶/ ۱۴۴۳ ه ق په  غونډه کي د ولسوالۍ د امر بالمعروف منسوبينو, نظامي مسؤلینو او ګن شمير علماء کرامو قومي مشرانو او مخورو او د کندهار ولايت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر محترم رئيس صاحب او د محتسبينو آمر او مدير اجرائيه هم ګډون درلود, غونډه ته د […]

نن دوشنبه ۱۴ / ۶/ ۱۴۴۳ ه ق
په  غونډه کي د ولسوالۍ د امر بالمعروف منسوبينو, نظامي مسؤلینو او ګن شمير علماء کرامو قومي مشرانو او مخورو او د کندهار ولايت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر محترم رئيس صاحب او د محتسبينو آمر او مدير اجرائيه هم ګډون درلود,
غونډه ته د نورو علماء کرامو ترڅنګ د کندهار ولايت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مدير اجرائيه محترم حماد مولوي صاحب هم مهمه او هر اړخيزه وينا وکړه او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په اهميت او تاريخي سير يي هم خبري وکړي
وروسته د غونډي ګډونوالو ته د کندهار ولايت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر جلب و جذب او سمع شکاياتو رياست رئيس الحاج مولوي عبدالرحمن ،،منير،، صاحب هم مفصله او هر اړخيزه وينا وکړه اوعلماء امامان اوعام خلګ يي په نوموړي کار کي دامربالمعروف اونهي عن المنکر دمسؤلينو سره و همکارۍ ته و هڅول او نوموړي شيخ صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کي دا هم وويل چي امر بالمعروف او نهي عن المنکر پروسه يو ډيره مهمه پروسه ده او بايد د يو خاص مهارت او حکمت له لاري يي پر مخ يوسو
غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده