د کندهار والۍ په مشرۍ د اقتصادي شورا نوبتي غونډه جوړه سوه

  د یکشنبې په ورځ ماپښين ولایت مقام کي د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په مشرۍ د اقتصادي شورا نوبتي غونډه جوړه سوه، چي پکښي ددې شورا ټولو غړیو ګډون کړی وو. د غونډي په پيل کي لومړی کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ددې شورا ټولو غړیو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو […]

 

د یکشنبې په ورځ ماپښين ولایت مقام کي د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په مشرۍ د اقتصادي شورا نوبتي غونډه جوړه سوه، چي پکښي ددې شورا ټولو غړیو ګډون کړی وو.

د غونډي په پيل کي لومړی کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ددې شورا ټولو غړیو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې ورڅخه مننه وکړه، چي کندهار کي د اقتصاد د پياوړتیا او ولس له ستونزو څخه د ژغورولو په برخه کي د ولایتي ادارې سره اوږه په اوږه ګډ کار کوي.

کندهار والي د خپلو خبرو په دوام وویل، ددې شورا ټول حال، د ټولو غړیو نظرونه او غونډه کي سوي پریکړي له مشرتابه سره شریکوي، چي په خبره یې د مشرتابه د نوي هدایت په اساس د ننۍ غونډي په وروستیو کي ددې شورا د سمون او پرمختګ لپاره باید د همدې شورا لپاره مشر وټاکل سي.

د سوداګرو او صنعتکارانو د جوازونو د تصفیې په برخه کي د پرتو ستونزو په اړه لومړنۍ موضوع غونډي ته وړاندي سوه، چي په اړه یې د وچي مېوې د اتحادیې مسئول حاجي عبدالاحد صدیقي وویل، د جوازونو په برخه کي وروستیو ستونزو د سوداګرو سوداګري ټکنۍ کړې، چي باید اړوندي ادارې یوه سوداګر ته په هره برخه چي سوداګري کوي جوازونه ورکړي، چي په اړه یې په ګډه پرېکړه وسوه، ترڅو دا ستونزه له مالیې وزارت سره شریکه کړل سي.

وروسته د کندهار د سوداګرۍ خوني د دارالنشاء رئیس الحاج قاري ګل‌محمدسلطاني یادي اقتصادي شورا ته یوشمېر وړاندیزونه وړاندل کړل، چي په خبره یې، خصوصي سکتور دي په خپلو منځونو کي پوره همږغي راولي، د عامه سکتور برخه دي خصوصي سکتور ته په واک کي ورکول سي، د زراعت او مالدارۍ اړخ ته دي خاصه پاملرنه وسي، نوي پانګي اچوني ته باید خلګ راوبلل سي او پخوانۍ پانګي باید خوندي کړل سي.

همد راز په غونډه کي د صنعتي پارک د مځکو د سند ملکیت، د بانکونو څخه د قرض اخیستلو او د یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبري وسوې او د کندهار والي په مشرۍ ورباندي لازمي پریکړي وسوې.

د یادي غونډي په وروستیو کي د مشرتابه د هدایت سره سم ددې اقتصادي شورا د مشر ټاکلو په موخه ټولو خپل نظرونه وړاندي کړل، چي د ټولو د پریکړي سره سم ددې شورا مشر حاجي محمدصدیق مهمند وټاکل سو او ننۍ غونډه د دُعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

یکشنبه: ۱۳۴۳/۵/۲۹