د کندهار والي په مشرۍ د ولایتي پرمختیايي کمېټې «PDC» غونډه جوړه سوه

    د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په مشرۍ او د اقتصاد ریاست رئيس ملاعبدالسلام بریالي په سکرتریت د ولایتي پرمختیايي کمېټې میاشتنۍ غونډه د چهارشنبې په ورځ سهار ولايت مقام کي جوړه سوه، چي د مرستندويه موسسو، تمویل کوونکو ادارو او اړوندو دولتي ادارو مسؤلینو او استازو ګډون کړی وو.   غونډه چي […]

 

 

د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په مشرۍ او د اقتصاد ریاست رئيس ملاعبدالسلام بریالي په سکرتریت د ولایتي پرمختیايي کمېټې میاشتنۍ غونډه د چهارشنبې په ورځ سهار ولايت مقام کي جوړه سوه، چي د مرستندويه موسسو، تمویل کوونکو ادارو او اړوندو دولتي ادارو مسؤلینو او استازو ګډون کړی وو.

 

غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپيل سوه، د پيل په وینا کي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی د ټولو مرستندویه موسسو، تمویل کوونکو ادارو او اړوند دولتي ادارو له مسئولینو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د ولایتي ادارې سره اوږه په اوږه یې د ولس ټولو هراړخیزه ستونزو ته رسیده‌ګي کړې او زیاته یې کړه، چي ټولي موسسې باید خپل بهرني ډونران نور هم په بېلابیلو برخو کي مرستو کولو ته راوبولي؛ ځکه د کندهار ټول ولس په خاصاً توګه د ولسوالیو اوسېدونکي سخت ځپل سوي، چي باید ورته د روغتیا، زراعت، پوهني، بیارغوني، بشري مرستو رسولو او ګڼو نورو برخو کي ئې لاسنیوی وسي او ورته مرستي ورسیږي.

 

کندهار والي په خپلو خبرو کي وویل، ددې شرعي نظام په راتګ سره په ټول هیواد کي په بشپړه توګه امنیت تامین دئ او هرڅوک کولای سي په هره سیمه کي تر خلګو پوري خدمات ورسوي، نو اړتیا داده، ترڅو موسسې ددې بشپړي امنیتي فضاء څخه په بشپړه توګه ګټه واخلي او د کندهار لیري پرتو سیمو ته خدمات ورسیږي او د خپلو خبرو په دوام یې د ټولو موسسو له مسئولینو څخه وغوښتل، ترڅو د دوی د کارونو پر وړاندي ټول خنډونه او ستونزي له ولایتي ادارې سره په همغه وخت شریکوي، ترڅو ولایتي اداره هم سمدستي ورته حل‌لاره پيداکړي.

 

وروسته غونډي ته لومړۍ موضوع لیري پرتو سیمو ته د خدماتو په خاصاً توګه د بشري او خیریه مرستو غځولو وړاندي سوه، چي په اړه ئې د کندهار د اقتصاد رئیس ملاعبدالسلام بریالي وویل، کندهار د درې په شاوخوا کي حقیقي نفوس لري، چي ددغه نفوس ډېره برخه په ولسوالیو کي مېشت دي او د ژوند کولو لپاره ټولو لومړنیو خدماتو ته اړتیا لري، چي په خبره ئې په تېرو شلو کلونو کي لیري پرتو ولسوالیو ته هیڅ رسېدنه نه ده سوې او په خپلو خبرو کي ئې وویل، د مشرتابه او کندهار والي جدي هدایت دئ، چي ټولي غیري دولتي موسسې دي، خپل خیریه او بشري فعالیتونه د متوازن انکشاف له مخي لیري پرتو ولسوالیو ته وغځوي.

 

د عوایدو راټولولو اړوند د چارو ادارې هدایت او د غیري دولتي موسساتو د قانون او طرزالعملونو په اساس د موسسو له لوري د مالیې تحویلولو په اړه د کندهار د اقتصاد رئيس ملاعبدالسلام بریالي وویل، د ریاست الوزراء څخه د چارو ادارې د یوه مکتوب په ذریعه ټولو دولتي ادارو ته هدایت کړی دئ، چي د عوایدو په راټولولو کي د مالیې وزارت سره د اُصولو مطابق پوره همکاري وکړي، چي په خبره یې د غیري دولتي موسساتو د قانون او اړوند طرزالعملونو مطابق پر موسساتو درې ډوله مالیه، لکه: د کور کرایه، موټر او د کارکوونکو په معاشاتو کي سته او زیاته یې کړه، چي غیري دولتي موسسات دي ژر تر ژره د ذکر سویو برخو مالیه د مستوفیت ریاست ته تادیه کړي.

 

غونډي ته درېیمه موضوع په غیري دولتي موسسو کي د ککړو اوبو د غیري مرکزي تصفیه خونو جوړولو وړاندي سوه، چي په اړه ئې د اوبو رسولو او فاضلابو ریاست استازي وویل، د کندهار ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ریاست لخوا د تازه ترسره سوي سروې له مخي د کندهار ښار په زیاتره مرکزي ناحیو کي خلګ د څښاک پاکو اوبو د کیفیت څخه شکایت کوي او د کیفیت دا خرابوالی په شاوخوا سیمو کي د ناپاکو اوبو او تشنابونو د اوبو د نه مُدیرت او نه تصفیې له کبله دئ، چي په خبره یې د کندهار ولایت مقام د ۹۱یم ګڼه حکم په اساس د کندهار ښار ټولي دولتي او غیري دولتي ادارې، شخصي او دولتي مکاتب او پوهنتونونه، ښارګوټي او صنعتي پارکونه او لوړ منزله تعمیرات د جبري تصفیه خونو په جوړولو سره مکلف دي، ترڅو په سیمه کي مو د ناپاکو اوبو د تصفیې لپاره په ګډه یو لوی ګام اخیستی وي، چي په خبره ئې په دې برخه کي زیات مسئولیت نړیوالي موسسې لري، چي ددې سیسټم د اعمار او ترویج په مالي برخه کي همکاري وکړي او ددې ترڅنګ ئې د خپلو خبرو په وروستیو کي وویل، ټولو اداراتو ته په کار ده، چي ژر تر ژره د کندهار ښار اوبو رسولو او فاضلابو ریاست ته د یاد سیسټم د تخنیکي سروې او ډزاین لپاره رسمي غوښتنلیکونه ولیږي.

 

وروسته د غیري دولتي موسساتو مسئولینو او د زېربنا سکتور، پوهني سکتور، زراعت سکتور، روغتیا سکتور، ټولنیز خوندیتوب سکتور، حکومتدارۍ سکتور او د اقتصاد سکتور په نوبتي شکل د خپلو ټولو ترسره کړیو فعالیتونو او پروژو، روانو فعالیتونو او پروژو او راتلونکو پلانونو او پروژو په اړه غونډي ته معلومات وړاندي کړل او د کندهار والي په مشرۍ د ټولو غیري دولتي موسساتو او ادارو پر ترسره کړیو فعالیتونو او راتلونکو پروژو بحث او خبري وسوې.

 

همدا راز غونډه کي آزاد بحث ته هم وخت ورکړل سوی وو، چي په دې وخت کښي په سویل لوېدیځه حوزه کي د اکبر موسسې مسئول عصمت‌الله زاهد او د ملګرو ملتونو ځايي استازي کندهار والي ته ډاډ وړاندي کړ، چي ټولي موسسې به د اړوندو ادارو سره په پوره همږغۍ خپلي پروژې تطبیق کړي او بشري مرستي به تر اړمنو کورنیو ورسوي او د خپلو خبرو په دوام ئې په یوشمېر برخو کي له کندهار والي څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.

 

د کندهار والي په مشرۍ د ولایتي پرمختیايي کمېټې «PDC» غونډي په وروستیو کي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په لاندنیو برخو کي د ټولو غیري دولتي موسسو استازیو ته لارښووني وکړې:

 

۱ـ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله د هدایت مطابق باید لیري پرتو سیمو ته ځانګړې پاملرنه وکړئ او هلته خپلي مرستي زیاتي کړئ.

۲ـ موسسي باید د ټولو پروژو په تطبیق کي له اړوندو ریاستونو سره پوره همږغي وساتي؛ ځکه د ریاستونو مسئولین د خلګو او سیمو له اړتیاوو زیات خبر دي.

۳ـ موسسې باید د اړتیاوو مطابق پروژې پلي کړي؛ هغه ځایونه کي باید مرسته وکړي، چیري چي زیاته اړتیا لیدل کیږي.

۴ـ موسسې دي اساسي کارونه وکړي، چي اوږدمهالي ستونزي له منځه یوسي.

۵ـ د مرکز ترڅنګ باید د کندهار ټولو ۱۹ ولسوالیو ته خدمات ورسوئ.

۶ـ د شنه نري بند جوړولو په برخه کي له اړوندو ریاستونو سره بشپړه همکاري وکړئ؛ ځکه دا بند ډېر مهم دئ او څو ولسوالۍ په آبادیږي.

 

وروسته غونډه د دُعا په ویلو سره پای‌ته ورسېده.

 

چهارشنبه: ۱۴۴۳/۷/۷