نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د یکشنبې په ورځ ماپښین د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په مشرۍ د اقتصادي شورا نوبتي غونډه د کندهار په ولایت مقام کښي جوړه سوه، چي پکښي ددې شورا ټولو غړیو حضور درلود. غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپيل سوه، په لومړي قدم کښي د […]
د یکشنبې په ورځ ماپښین د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په مشرۍ د اقتصادي شورا نوبتي غونډه د کندهار په ولایت مقام کښي جوړه سوه، چي پکښي ددې شورا ټولو غړیو حضور درلود.
غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپيل سوه، په لومړي قدم کښي د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله د تېري اقتصادي شورا غونډي موضوعګاني او په اړه یې سوي پرېکړي د غونډي له ګډونوالو سره شریکي کړې او په اړه یې اړوندو مسئولینو د ترسره کړیو فعالیتونو بشپړ راپور له کندهار والي سره شریک کړ.
وروسته غونډي ته لومړۍ موضوع د جامع عمر لپاره د حساب پرانیستلو وړاندي سوه، چي په اړه یې د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس حاجي محمدصدیق مهمند وویل، د جامع عمر د جوړېدو لپاره سوداګرو یو حساب پرانیستلی و، چي د ګمرک یو فیصد محصول يې همدا حساب ته اضافه کېدل، چي په خبره یې دې کار یې خورا ښه نتېجه ورکړه او په خپلو خبرو کي یې وویل، اوس یاد سوداګر غواړي د یادي جامع د ټولو چارو د جوړېدو په موخه یوځلي بیا حساب پرانیزي، چي زیاته یې کړه، ددې حساب پرانیستل به ډېر ژر په رسمي ډول فعال سي.
همدا راز د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني عامل مُدیر انجنیر عبدالباقي بینا د کندهار والي په مشرۍ د جامع عمر د ټولو چارو د ارزولو په موخه د جوړ سوي هیئت د څېړنو معلومات له غونډي سره شریک کړل، چي زیاته یې کړه، جوړ سوي هیئت په خپلو منځونو کي غونډه وکړه، چي په غونډه کي هغه ټول لاملونه په ګوته سول، چي د جامع عمر پاته چاري ئې له ستونزو سره مخ کړي دي او ددې ترڅنګ یې د کارونو د بیرته پیل په برخه کي ټول وړاندیزونه هم غونډي ته وړاندي کړل.
دوهمه موضوع د بهرنیو چارو ریاست او د پاکستان هیواد د کونسل سره د تازه مېوو د صادراتو په اړه د سوداګرو د سوي غونډي د راپور غوښتلو وړاندي سوه، چي په اړه یې د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس حاجي محمدصدیق مهمند وویل، صادرات د افغانستان لپاره یوه حیاتي مسئله ده، چي په خبره یې د تېر کال په پرتله یې سږ کال په صادراتو کي زیاتوالی راغلی؛ ځکه چي د تازه مېوو د صادراتو په برخه کي وار له مخي له مسئولینو سره ناستي سوي او وار له مخي ستونزي له منځه تللي دي او د خپلو خبرو په وروستیو کي یې وویل، د پاکستان هیواد له کونسل سره یې سوې ناسته ډېره مثبته وه؛ ځکه چي د کندهار د راتلونکو تازه مېوو د صادراتو په برخه کي یې خپلي ټولي غوښتني او وړاندیزونه د پاکستان له کونسل سره شریک کړل، چي هغه هم یادو غوښتنو ته د رسېدو په موخه له خپلو لومړنیو چارواکو سره د خبرو کولو په موخه اسلامآباد ته تللی او ډاډ ورکړل سوی، چي سږ کال به د تازه مېوو په صادراتو کي زیاتي اسانتیاوي رامنځته وي او د نورو کلونو خلاف به یې د صادرولو په وخت کښي زیات چټکوالی شتون ولري.
په درېیمه برخه کي د وثایقو د قاضي سره د سوداګرو د قوالو او نورو ستونزو په اړه معلومات د مهتاب شرکت رئیس او د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني د مدیره پلاوي غړي حاجي بهاوالدین وړاندي کړل، چي په خبره یې، د ټولو سوداګرو صادرات او واردات اوس خورا په ښه ډول روان دي، چي په خبره یې باید په ټولو محکمو کي د وثایقو مُدیرت فعال سي، ترڅو سوداګري نوره هم پر مخ ولاړه سي او هم به د ا،ا،امارت عایدات زیات سي، چي په دې برخه کي د کندهار والي په مشرۍ پرېکړه وسوه، ترڅو د سوداګرو ددې ستونزي د حل په موخه اړوندي ادارې له سوداګرو سره مجلس وکړي او دې ستونزي ته ژر تر ژره د پای ټکی کښيږدي.
غونډي ته څلورمه موضوع د افغانیو د ارزښت درلودلو وړاندي سوه، چي په اړه یې د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني د مُدیره پلاوي غړي حاجي عبدالله ایوبي وویل، په هیواد کي د افغانیو ارزښت کمولو په برخه کي د کالدارو او تومن چلښت په بشپړه توګه ستونزي جوړي کړي، چي په خبره یې د کالدارو بندښت په اړه باید عامه پوهاوی د لیري پرتو سیمو څخه پيل سي؛ ځکه هلته زیاتي استعمالیږي او د خپلو خبرو په وروستیو کي یې وویل، د افغانیو د ارزښت زیاتولو په برخه کي باید ټول په ګډه یوه حللاره ژر تر ژره پیداکړو.
وروسته د اقتصادي شورا په یاده غونډه کي د هندوستان پر بندرونو د افغان سوداګرو د اموالو د درېدو وړاندي سوه، چي په اړه یې د وچي مېوې د اتحادیې رئیس حاجي عبدالاحد صدیقي وویل، له تېرو پنځویشت ورځو راهیسي د هندوستان پر بندرونو د سوداګرو شاوخوا ۳۰۰ موټرونه، چي پکښي بېلابیل اموال سته د بېلابیلو دلیلونو له امله بند پاتي دي، چي دې چاري سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ کړي، چي ددې ستونزي د حل په موخه یې له کندهار والي څخه وغوښتل، ترڅو له مرکزي ادارو سره د ستونزي لیري کېدو په برخه کي همکاري وکړي، چي د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ترڅنګ د کندهار د بهرنیو چارو رئیس مولوي عبدالشکور حقاني له لوري ورته د هرډول همکاریو ډاډ ورکړل سو.
ددې ترڅنګ د کندهار ښاروالۍ د سکتوري خدماتو رئیس احمدجاوید میوندي د ښار د ښکلا لپاره د سوداګرو په مټ د کندهار هوټل جوړولو، د یوشمېر مهمو جادو جوړولو او سرسبزه کولو، د ښار د مهمو چوکونو جوړولو او د لېړیو په سم ډول درولو کي معلومات او طرحي د پریزنټېشن له لاري غونډي ته وړاندي کړل او زیاته یې کړه، چي د یوه هیواد په پرمختګ کي خصوصي سکتور ځانګړی رول لري، چي په اقتصادي شورا کي د ټولو سوداګرو له لوري په یادو برخو کي د بشپړي همکارۍ ډاډ وړاندي سو.
د غونډي په یوې برخه کي د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني مرستیال حاجي محمدولي هوتک په خپلو خبرو کي د کنګل سویو پیسو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړه په کلکو ټکو وغندله او دا یي د ټولو بشري اُصولو خلاف عمل وباله او پرټولو نړیوالو یې ږغ وکړ، ترڅو د جوبایډن ددې پرېکړي پروړاندي توند غبرګونونه وښيي او د افغانانو ترڅنګ ودریږي.
د اقتصادي شورا په یاده غونډه کي د پورتنیو موضوعاتو ترڅنګ د نویو اُصولو او د پيسو راکړي ورکړي، د بهرنیو اسعارو په رانیولو کي د غټو او میده افغانیو توپير، د صنعتي پارک اړوند، د عیدګاه جامع ته د برمې وهلو او پاکارۍ، د کندهار مستوفیت ته د مالیاتو تحویلولو، د ښاري نظم او نقلیه وسایطو اړوند او ګڼو نورو برخو کي هم بحث او خبري وسوې، چي تر بحث او خبرو وروسته د کندهار والي په مشرۍ ورباندي لازمي پریکړي ونیول سوې.
ددې ټولو موضوعاتو وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی له ټولو سوداګرو او صنعتکارانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د ا،ا،امارت سره اوږه په اوږه ولاړ دي او په خپلو خبرو کي یې ټولو سوداګرو او صنعت کارانو ته د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ او زیاته یې کړه، چي سوداګر او صنعتکاران باید په خپلو کارونو کي څو چنده زیاتوالی راولي؛ ځکه اوس په بشپړه توګه امنیت دئ او په پراخه کچه د کار کولو زمینه برابره ده.
همدا راز کندهار والي وویل، ولایتي اداره جامع عمر او عیدګاه جامع ته ځانګړې توجه لري؛ چي په خبره یې د جامع عمر د جوړېدو لپاره دي ټاکل سوی پلاوی په خپلو کارونو کي چټکوالی راولي او ددې ترڅنګ یې د عیدګاه جامع لپاره د برمې وهلو او صفاکارۍ په برخه کي هم اړوند ټاکل سوي پلاوي ته سپارښتنه وکړه، چي ژر تر ژره د عیدګاه جامع لپاره برمه ووهي او د ټولو چارو پاککاري دي وکړي.
هغه د خپلو خبرو په وروستیو کي د اقتصادي شورا د ټولو غړیو څخه وغوښتل، ترڅو راتلونکو مجلسونو ته د ټولو ستونزو لیري کېدو په برخه کي حللاري او ځانګړي طریحي هم شریکوي، چي بیا یادي ستونزي ته ژر تر ژره حللاره پیداکړل سي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.