د کندهار والي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه

د  پنجشنبې په ورځ سهار کندهار ولایت مقام کي د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پر مهال یې د ټولو ادارو مسئولینو او استازیو حضور درلود.   غونډه د قران کریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره راپيل سوه، چي د پيل سره سم کندهار والي […]

د  پنجشنبې په ورځ سهار کندهار ولایت مقام کي د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پر مهال یې د ټولو ادارو مسئولینو او استازیو حضور درلود.

 

غونډه د قران کریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره راپيل سوه، چي د پيل سره سم کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی د ټولو ادارو راغلیو رئیسانو او استازیو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې وویل، د ا،ا،امارت د مشرتابه د لارښووني سره سم په ادارو کي د ټولو ستونزو لیري کېدو او د ادارو ترمنځ همږغۍ راوستلو په موخه باید اداري مجلسونه ترسره سي.

 

کندهار والي د ټولو ادارو رئیسانو او استازیو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د ولس لپاره شپه او ورځ په خدمت کي تېره کړي؛ ځکه ولس سخت ځپل سوی، چي په خبره یې اوس زموږ لاسنیوي ته ډېره اړتیا لري.

 

وروسته د اجنډا سره سم په غونډه کي  د عدلیې، ښاروالۍ، چاپېریال ساتني، امربالمعروف و نهي عن‌المنکر، صنعتي پارک، کانونو او پترولیم، پوهني، او د ترانسپورټ ریاست اړوند د درلودلو ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو په اړه د غونډي ټولو ګډونوالو بحث او خبري وکړې او د کندهار والي حاجي‌محمدیوسف وفا په مشرۍ د موضوعاتو د حل په موخه یوشمېر لازمي پرېکړې هم وسوې.

 

د غونډي په وروستیو کي پرېکړه وسوه، ترڅو اداري مجلس باید په دوو اونیو کي یوځل جوړ کړل سي او د ادارو لومړنی درجه مسئول باید پکښي برخه واخلي.

 

پنجشنبه: ۱۴۴۳/۵/۴