نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کندهار ـ هرات لویي لاري د ټولو تخریب سویو پُلچکونو د جوړېدو چاري رواني دي د اسلامي امارت د مسئولینو په ځانګړې سپارښتنه د کندهار ټولګټو چارو ریاست له لوري د کندهار ـ هرات لویي لاري د ټولو تخریب سویو پُلچکونو د جوړېدو چاري رواني دي. د کندهار د ټولګټو چارو رئیس ملا نعمتالله […]
د کندهار ـ هرات لویي لاري د ټولو تخریب سویو پُلچکونو د جوړېدو چاري رواني دي
د اسلامي امارت د مسئولینو په ځانګړې سپارښتنه د کندهار ټولګټو چارو ریاست له لوري د کندهار ـ هرات لویي لاري د ټولو تخریب سویو پُلچکونو د جوړېدو چاري رواني دي.
د کندهار د ټولګټو چارو رئیس ملا نعمتالله سراجي وايي: د کندهار باغ پُل څخه بیا د لښکرګاه تر دوراهي پوري ۴۴ لوی پُلچکونه تخریب سوي، چي ددې ډلې څخه یې ۳۳ په اساسي بڼه رغول شوي او پاتي ۱۱ نور پُلچکونه به هم ډېر ژر ورغول شي.
د ملا نعمتالله په خبره: د پُلچکونو د جوړېدو چاري لومړی په کندهار ښار او بیا ولسوالیو کي پيل شوي او پلان دادی، چي اداره به یې د نورو پاتي ولسوالیو ترڅنګ پر یو شمېر نورو لویو لارو هم تخریب شوي ټول پُلچکونه په اساسي بڼه ورغوي.
سېشنبه: ۱۴۰۰/۷/۱۳
۱۴۴۳/۲/۲۸
۲۰۲۱/۱۰/۵
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.