نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تېره ورځ تر غرمې وروسته د ښوراندام صنعتي پارک په شمالي برخه کي د کندهار صنايعو او معدنونو خوني اداري دفتر تعمير بنسټ ډبره په داسي حال کي کېښودل سوه، چي پر مهال ئې د کندهار صنايعو او معدنونو خوني رهبري پلاوي، د صنعتي پارکونو او سوداګريزو چارو آمريت آمر حافط خليل احمد […]
تېره ورځ تر غرمې وروسته د ښوراندام صنعتي پارک په شمالي برخه کي د کندهار صنايعو او معدنونو خوني اداري دفتر تعمير بنسټ ډبره په داسي حال کي کېښودل سوه، چي پر مهال ئې د کندهار صنايعو او معدنونو خوني رهبري پلاوي، د صنعتي پارکونو او سوداګريزو چارو آمريت آمر حافط خليل احمد آغا، د خوني مديره هيئت غړو او يوشمېر صنعتکارانو ګډون درلود.
.
په پيل کي د کندهار صنايعو او معدنونو خوني رئيس سيد محمد سرور آغا اماني پر ټولو صنعتکارانو ږغ وکړ، چي همدا دفتر خپل کور وبولي او په رغنيزه برخه کي ئې ټوله صنعتکاران او تولید کوونکي فعاله ونډه واخلي.
ښاغلی اماني زياته کړه، چي د خوني اداري دفتر ترڅنګ د صنعتي پارکونو آمريت دفتر او د اور وژني يا اطفايې څانګي ته ځانګړی ځای په پام کي نيول سوی، چي په خبره ئې د همدې دفتر په بيارغوني سره به وکولای سو، چي د صنعتکارانو د اسانتياوو په موخه ټولي چاري په ښه توګه تر سره کړو.
وروسته د صنعتي پارکونو د آمر حافظ خليل احمد اغا په ملتيا د ياد دفتر د رغوني چاري د ډبري په ایښودل کېدو او پټۍ پرېکولو سره رسماً پیل سوې.
سې شنبه: ۱۴۴۳/۷/۲۸
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.